کور پاڼه / لیکنې / لغمان کې څه روان دی؟
laghman

لغمان کې څه روان دی؟

په لغمان کې که يوې خوا ته هره ورځ د تعميرونو د جوړېدو خبرونه راځي، نو بل لوري ته لغمان والي عبدالجبار نعيمي د ادارو د پياوړتيا لپاره هم ورځ او شپه کار کوي.

په ادارو کې د خدماتو د ورکړې، د پياوړتيا، په وخت د اجرااتو، لومړيتوبونه تعينول او ستونزې معلومول، هره اداره په دې مکلفه کړاى شوې ده، چې په خپله تګلاره باندې کار وکړي او اړوندو برخو کې خپل خدمتونه په منظم ډول وړاندې کړي.

لغمان والي عبدالجبار نعيمي د ادارو سره په ساعتونو ساعتونو غونډې کوي، تر ټولې سکتورې او د عامه خدمتونو ادارې خپلې چارې  منظمې  او چټکې کړي.

ښاروالۍ سره د ښاري پراختيا او د ښار په ماسټر پلان باندې جدي کار روان دى، د اوبو رسونې او د برېښنا رسونې اړوند هم ټولګټو چارو رياست ته ويل شوي دي چې خپل کارونه چټک کړي او خلکو ته د اوبو رسونې او برېښنا رسونې خدمتونه زر تر زره ترسره کړي.

په ښار کې د پارکونو، سرکونو، پياده روونو، تعميرونو او دولتي تاسيساتو جوړولو لپاره هم پلانونه جوړ شوي دي او اړوندو رياستونو ته دنده سپارل شوې ده، چې په دې لړ کې خپل کارونه نهايي کړي.

ځينې وخت داسې هم پېښ شوي دي، چې لومړى د برق پايې لګېدلي او بيا په هغه ځاى کې سرک راغلى دى چې د برق يې په منځ کې راغلي دي، په دې لړ کې هم ټولو رياستونو ته هدايت ورکړل شوى دى، چې په خپل منځ کې همغږي پېدا کړي او د يوې پروژې په ترسره کولو د بلې پروژې په اړه هم معلومات ولري، هسې نه چې يوه پروژه بلې ته زيان ورسوي.

هره مياشت له رياستونو سره ځانګړې اوږدې ناستې کېږي، د هغوى د تېرې مياشت ګزارش اورېدل کېږي، د راروانو کارونو پلان ترې غوښتل کېږي او ټوله پروسه په شفافه او معياري کېږي، تر څو ولس ډاډه وي، چې هر ځاى کارونه په شفاف ډول روان دي.

د ادارو دفتري ستونزې او وړاندېزونه مرکز کې اړوندو وزارتونو ته لېږل کېږي، بيا تعقيبېږي تر څو کارونه په سمه توګه ترسره شي.

په غونډو کې د هر فرد نظر اورېدل کېږي، د ستونزو په اړه ترې پوښتنې کېږي او وړاندېزونو ته يې هرکلى ويل کېږي. همدا راز د ټولو رياستونو له کارونو څخه په دقيق ډول څارنه کېږي او د هر کار ترې په وخت پوښتنه کېږي، تر څو په خپلو کارونو کې پاتې رانه شي.

د دولت او محلي ادارې ترڅنګ ځوانانو ته هم په کار دي چې د خپل نظام د پياوړتيا او د هېواد ابادولو په لړ کې خپله برخه واخلي او د دولت سره اوږه په اوږه کارونه ترسره کړي.

په لغمان ولايت کې روانو پرمختګونو ته په کتو، په ډېر لږ وخت کې به لغمان د هېواد يو له هغو ولايتونو څخه شي، چې سارى به يې نه ليدل کېږي، ځکه د تعميرونو تر څنګ په دې ولايت کې د نظام د پياوړتيا لپاره هم جدي کارونه ترسره شوي دي او د ادارو او پياوړتيا ته هم لغمان والي خپله خاصه پاملرنه کړې ده.

په لغمان کې د ولس هرې ستونزې ته په وخت رسيده ګي کېږي، نو ځکه د خلکو د ستونزو شمېر راټيټ شوى دى، ادارې چې څومره پياوړې شوې دي، دومره ولس ته خدمتونه زيات شوي دي او هر سړى کولاى شي چې خپله ستونزه په هره اداره کې ډېره په اسانۍ حل کړي.

نو پکار دا دي چې ولس او دولت سره اوږه په اوږه د خپل نظام د پياوړتيا او ابادۍ لپاره کار وکړي، تر څو ولس او دولت اوږه په اوږه روان وي، د لغمان نه به د پرمختګ او ابادۍ زېري هم راروان وي.

نوید ساپي

دا هم وګورئ

Muharam

نيمه نړۍ نه، پوره نړۍ ورانېږي

افغانه مېرمن چې د وحشت تر سیوري لاندې د جهل او  ناپوهۍ په سین کې …