کور پاڼه / لیکنې / بريالی ماموريت/س.ر نورزی
bar

بريالی ماموريت/س.ر نورزی

ښايي د دې عنوان په ليدو لوستونکي فکر وکړي چې دا به د کوم ځانګړي ماموريت راپور وي، خو داسې نه ده، بلکې دا د هغه کتاب نوم دی چې په دې وروستيو کې د هېواد د ځوان سياستوال، رهبر او مدبر شخصيت عبدالجبار نعيمي د کړنو او ملي ماموريتونو غورچاڼ، ځوان ليکوال رحمت ديوان راټول کړی دی.

دا کتاب په ډېر ښکلي صحافت، له سلو ډېرو عنوانو په درلودو په دوه سوه دوه ديرشو مخونو کې چاپ شوی دی.

په دې کتاب کې تقريباً د بن له کنفرانسه چې د اوسني افغان دولت بنسټ په کې کېښودل شو، په دې دولت کې د ښاغلي نعيمي فعاليتونه، کړنې او لاسته راوړنې په اجمالي ډول ذکر شوي او د هغو ماموريتونو يادونه شوې چې ده په دې جريان کې له پيله تر اوسه کړي دي.

ښاغلي رحمت ديوان په ډېر زحمت دا کار کړی، بې شمېره منابع يې پسې کتلي او کتاب يې بشپړ کړی دی. ياد کتاب د روايت په اساس ليکل شوی او معمولاً په دا ډول کتابونو کې تاريخونه او تاريخي کړنې که فردي وي او که ډله ييزې خوندي کېږي، تاريخونه د ځوانانو د فکري ليدلوري په ټاکلو کې ستر رول لري.

لکه څه ډول چې د کتاب د پښتۍ پر سر ليکل شوي دي چې (( د ودانيو تر رغولو، د فکر رغول ډېر اړين دي)) او ښاغلي نعيمي په دې برخه کې ډېر کار کړی، ياد کتاب به هم په راتلونکي کې د فکري رغونې په بهير کې يو اغېزمن ماخذ او لارښود وي.

خو زه ښاغلي نعيمي صاحب او د ده همکارانو ته په ګډون زما يو وړانديز لرم چې بايد په دې کتاب اکتفاء ونه شي، ځکه تر کومه چې زه ښاغلی نعيمي پېژنم او د ده تر رهبرۍ لاندې مې ماموريت کړی دی، نو راته معلومه شوې چې دی د مديريت او رهبرۍ په برخه کې د ځانګړي استعداد خاوند دی.

دی د هرې موضوع د مديريت لپاره په ډېر مهارت تکتيکونه کاروي او ستونزې کابو کوي، د بېلګې په توګه کله چې ښاغلی نعيمي په خوست کې د والي په توګه وګمارل شو، په دې ولايت کې تقريباً نوي زره ماشومان ښوونځيو ته تلل، خو ده هر کال خلک بسيج کړل او دا شمېره تقريباً درې نيمو لکو ته ورسېده.

له کومه وخته چې اوسنی حکومت رامنځته شوی، خوستوالو د سړکونو او پلونو غوښتنې کولې، خو تر منزله نه رسېدې، کله چې دی والي شو موضوع يې په ډېر مهارت تعقيب کړه ان تر دې پورې چې لويې پلونه جوړ شول او لا هم دا لړۍ روانه ده.

له بلې خوا په خوست ولايت کې په شمېر خلکو په قانوني ډول نمرې ويشل شوې وې، خو ځمکه يې يو شمېر زورواکو په زور نيولې وه، کله چې دی خوست ته راغلو او د خلکو شکايتونه يې واورېدل، په ډېر حکمت او مهارت يې وکولي شول دا غاصبين له هغه ځايه وشړي او نمرې مستحقو کسانو ته ورکړي.

دا او دې ته ورته په سلګونه نور کارونه چې په خوست ولايت کې خلکو ناشوني بلل ده وکولی شول چې شوني يې کړي.

اصلي خبره دا ده چې بايد دی د خپل مديريت او رهبرۍ تجربې په ليکلي بڼه ځوان نسل ته پرېږدي ترڅو په راتلونکي کې د يوې تيورۍ په بڼه خلک ترې استفاده وکړي.

ځکه زموږ د مديريت اکثره تيورۍ د هغو خلکو له خوا ليکل شوي دي چې شرايط او خلک يې په بشپړه معنا له افغانستان او افغانانو سره توپير لري، په همدې اساس کله چې يو مدير له هغو تيوريو په استفادې کوم کار کړی، ډېر ژر مايوسه شوی او شا يې ورګرځولې ده، خو ښاغلي نعيمي د مديريت تيورۍافغاني کړي او هغه څه چې د دې خلکو او چاپيريال د مديريت لپاره اړين دي هغه يې په کې ځای کړي په همدې اساس يې ماموريتونه بريالي شوي دي.

په پای کې د خبريال ويبپاڼې له ادارې مننه کوم چې د خپلو هېوادوالو د ملي تشويق لپاره بېلا بېل تشويق پروګرامونه او طرحه کوي، همدا ډول د ښاغلي ديوان صاحب دا ستړی او لوی معنوي کار ستايم او دا هيله کوم چې په راتلونکي کې د نعيمي صاحب له تجربو او په بېلا بېلو موضوعاتو د ده د افغاني مديريت په محور راټول شوی يو کتاب هم ولرو ترڅو ځوانان يې د يوې نظرې په توګه مطالعه او د ژوند په عملي چارو کې ترې استفاده وکړي.

س . ر . نورزی

دا هم وګورئ

Muharam

نيمه نړۍ نه، پوره نړۍ ورانېږي

افغانه مېرمن چې د وحشت تر سیوري لاندې د جهل او  ناپوهۍ په سین کې …