کور پاڼه / روغتیا / دسرطان ضدلټونکی چیپ(آله) جوړه شو
heart

دسرطان ضدلټونکی چیپ(آله) جوړه شو

په امریکا کې دپوهنتون څوطبي کارپوهان په دې توانیدلي چې  په وینه کې د سرطاني حجرو د تشخیص چیپ (اله) جوړ کړي ترڅوپه لومړی سرکې دوینوپه ملیاردنو حجروکې هغه یوه سرطاني حجرکشف اوتداوي کړي.

په همدې اړه د امریکا  متحده ایالتونو د میشیګان  پوهنتون خبرورکړی چې دطبي کارپوهانو یو داسې  چیپ  یا اله  جوړه کړې  چې په وینه کې  برید کوونکي او نادرې  سرطاني  حجرې  په ډیره اسانه توګه  تشخیص کړي.

داچیپ نه یواځې دوینې تسلسل یاجریان کنترولای شي ،بلکې په وینه کې  هغه  سرطاني  حجرې چې د درملو پر وړاندې مقامت  ښکاره کوي  هم تشخیصوي ،ترڅو شنډي کړل شي.

خوپه دې اړه کارپوهان وایي چې  سرطاني حجرې  د یو نورمال انسان د وینې په سپینو کرویاتو کې په میلیارد کې یوه حجره  وي ،ځکه یې د تشخیص اوپلټنې چاره  ډیره ګرانه خبره ده.

خو یاده دې وي چې دا  چیپ  بیا  د انسان د وجود د وینې په سپینو کرویاتو چې داهم  میلیاردونه حجرې لري یاد چیپ یې  یوه سرطاني حجره  په ډیره اسانه توګه تشخیصولای شي.

طب پوهان دبشري نړۍ لپاره دا ترټولو لومړنی روغتیايي خدمت ګني چې دوی لومړي تجربوي عملیات پرې پیل کړي اوبیايي نړۍ ته ددې خبر ورکړی دی.

 

دا هم وګورئ

alko

د الکولو له روغتیايي زیان خبریاست؟

د سرطان ناروغۍ یو شمیر متخصصینو د الکولي مشروباتو د استعمال د راکمولو غږ کړی …