کور پاڼه / لوبي / د بنګلدېش لوبو لپآره  محمد نبي دکپتان نومول شوی
nabe

د بنګلدېش لوبو لپآره  محمد نبي دکپتان نومول شوی

 افغان کرکټ بورد دیوه خبرله مخې چې د بنګلدېش په روانو سیالیو کې افغان لوبغاړی محمد نبي دکپتان په توګه نومول شوی دی .

چارواکي وايي چې محمد نبي له څلورو نورو افغان لوبغاړو سره د بنګلدېش په تجارتي سیالیو کې لوبه کوي چې دې لوبوکې دلومړي ځل لپاره ورته داعزاز ورکړی شوی دی.

دکرکټ لوبې افغان لوبغاړي اوس په نړۍ والو لوبو کې پيژندل شوې څیرې لري ،چې یویې هم محمدنبي دی ،خومحمد نبي د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په تجارتي سیالیو کې د کومې لوبډلې مشري کوي.

دانعکاس خبرله مخې چې د ویکټورین لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۱۴۵ منډو هدف ورکړ، خو مخالفې لوبډلې سکسر دا هدف پوره او لوبه یې وګټله. دا د افغانستان د کرکت په تاریخ کې لومړنی ځل دی چې یو افغان لوبغاړی په بهرنیو مشهورو تجارتي سیالیو کې د کومې لوبډلې کپتان ټاکل کیږي.

له محمد نبي سره په ټیم کې بل افغان لوبغاړی راشد خان هم شته. محمد نبي په ننۍ لوبه کې په څلورو اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځوه او په بیټینګ کې یې یوازې پنځه منډې وکړې.

راشد خان بیا په څلورو اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځوه. د کومیلا ویکټورین د لوبډلې کپټان د بنګلدېش مشهور لوبغاړی تمیم اقبال دی، خو هغه ژوبل و او په نننۍ لوبه- یکشنبه نومبر۵) کې برخه ونشوه اخیستلې.

دا هم وګورئ

lobe

په کابل کې د فوټبال د ۱۴ کلنو د لوبډلو د غوره لیګ سیالۍ پیلېږې

په کابل کې د پنجشنبې په ورځ د فوټبال د ۱۴ کلنو د لوبډلو د …