کور پاڼه / خبرونه / کاپېسا او غزنې کې ۴۵ وسلوال مخالفین ووژل شول
afghan co

کاپېسا او غزنې کې ۴۵ وسلوال مخالفین ووژل شول

د غزنې ولایت څخه رسنیو ته په رسیدلو خبرونو کې راغلي چېګډو افغان ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ددغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ددولت لس وسلوال مخالفین وژلي او ۷ نور يې ټپیان کړي دي.

بل لور دکاپېسا امنیتي مسؤلین وايي چې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو هوايي کنډک ددغه ولایت په تګاب والي کې پرون شپه ځانګړې عملیات ترسره کړي چې پرمهال يې ۳۵ وسلوال مخالفین وژلي او د طالبانو یو مهم پټنځای تر برید لاندې راغلي او لمنځه  وړل شوی دی  د امنیتي مسؤلینو په خبره په دغه برید کې مشهور طالب قوماندان قاري احسان الله هم وژل شوي دی.

 بل لور د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې برید د طالبانو په  یو مهم روزنیز مرکز شوي چې پرمهال يې ۳۵ وسلوال چې قاري احسان الله او یو شمېر پاکستانیان پکې شامل دي وژل شوي  او د طالبان دغه روزنیز مرکز په بشپړه توګه لمنځه وړل شوي چې  یوه زياته اندازه وسلې، مهمات او ځينې نور وسایل هم له منځه وړل شوي دي.

 

دا هم وګورئ

IMG_7329

کندز: د ۱۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۸ پروژې پيل شوې.

نن  د کندوز په مرکز کې د ولسي تړون برنامې په چوکاټ کې  د یو …