کور پاڼه / خبرونه / لغمان:په ۱۷۵ بې وزلو کورنیو نغدي مرسته وویشل شوه
laghman

لغمان:په ۱۷۵ بې وزلو کورنیو نغدي مرسته وویشل شوه

په ۱۵۷ اړمنو او بې ځایه شویو کورنیو د څه دپاسه دوه میلیونه او څلور سوه زرو افغانیو نغدي مرسته وویشل شوه

د لغمان ولایت مقام او د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست او دDHSA موسسې په هلو ځلو د پاملرنه یاCARE موسسې په مالي لګښت په لغمان ولایت کې ۸۷ هغو کورنیو ته چې د مخالفینو د جنګونو له امله له خپلو کورونو او سیمو بې ځایه شوې وې، د لغمان ولایت د مرستیال الحاج شهزاده مظلوم یار په لاسونو برابره شوې نغدي مرسته په داسې حال کې وویشل شوه چې ، د لغمان د کډوالو او ښځوچارو د ادارو رئیسانو او د یادې موسسې استازو هم شتون درلود.

په برابره شوې مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره ( ۱۳۷۰۰ ) افغانۍ ځانګړې شوې وې، څو د کور د اړتیا وړ لومړنیو ضرورتونو ته پرې رسیده ګي وکړي. دا هغه میرمنې وي چې سرپرست یې نه درلور او په غربت کې خپلې شپې ورځې سبا کوي .

په همدې حال کې د الیشنګ والسوالۍ د بیلابیلو سیمو ۷۰ راکډه شویو کورنیو ته د NRC موسسې په همکارۍ برابره شوې نغدي مرسته چې هرې کورنۍ ته ۱۸۰۰۰ افغانۍ ځانګړې شوې وې هم د ولایت د مرستیال په لاسونو ورته وویشل شوه.

دا هم وګورئ

moda

لغمان کې دمدقق په نوم شخصي روغتون په فعالیت پيل وکړ

نن د لغمان په مرکز مهترلام سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د مدقق په نوم …