کور پاڼه / خبرونه / لغمان والي:لغمان کې د نویو اداري واحدونو ایجاد ته اړتیا ده
naeemi

لغمان والي:لغمان کې د نویو اداري واحدونو ایجاد ته اړتیا ده

دغه ټکی لغمان والي د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له مشر ښاغلي عبدالمتین بیک سره لیدنې پرمهال څرګند کړ.
په دغه لیدنه کې د لغمان ولایت پرمهمو امنیتي وړاندیزونو، د خلکو د پرلپسې غوښتنو پر بنسټ د نویو اداري واحدونو پر ایجاد، د سیمه ییزو ادارو پراکمال او تجهیز او همداشان وزارتونو ته د استول شویو وړاندیزونو پر تعقیب اساسي خبرې وشوې.
لغمان والي د یادې ادارې له مشر مننه وکړه چې د سیمه ییزو ادارو د پیاوړتیا لپاره یې بنسټیزې هڅې پیل کړې دي، لغمان والي غوښتنه وکړه چې د ولایت ګړندي پرمختګ،نفوس،جغرافیې او ولسي اړتیاوو ته په کتو سره دې په دغه ولایت کې د سرخکانو،نیازیو،نورلام او فرشغان په نومونو نوي اداري واحدونه ایجاد او په دې تړاو دې لازم اقدامات وشي ځکه چې د نویو اداري واحدونو ایجاد د امنیت،انکشاف او خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې اغیزمنه مرسته کولی شي.
همدا راز لغمان والي د نوموړې ادارې له مشرتابه هیله وکړه چې د انکشاف،حکومتوالۍ او امنیت په سکتورونو کې له وزارتونو څخه د لغمان د خلکو شوې غوښتنې تعقیب او ځانګړې همکاري وکړي.
ښاغلي عبدالمتین بیک د لغمان د ادارې څخه مننه وکړه چې په منظمه توګه د خلکو غوښتنې تعقیبوي، لغمان والي ته یې ډاډ ورکړ چې د پورته وړاندیزونو په اړه به اساسي اقدامات ترسره کړي

دا هم وګورئ

elder

کندز والي:دتولنې هروګړی مسؤلیت لري چې په خپلو سیمو کې پرمختګونو ته زمینه برابره کړي

کندز والي دا څرګندونې نن د نیکمرغه لوی اختر په دریمه دخان اباد  او امام …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com