کور پاڼه / راپورونه / ملی امنیت :کابل کې د غلو ۱۴ کسیزه ډله ونیول شوه
afghan

ملی امنیت :کابل کې د غلو ۱۴ کسیزه ډله ونیول شوه

د ملي امنيت رياست د انسان تښتوونکو د يوې داسې ١٤ کسيزې ډلې د نيولو خبر ورکړى چې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د پانګه والو په تښتونه او د خلکو په ګواښ او وسله والو غلاوو کې ښکېله وه.

د ملي امنيت رياست له لوري په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي: ((دا شبکه د ملي امنيت عمومي رياست له لوري د کابل ښار بېلابېلو ساحو کې د هم مهاله عملياتو پر مهال نيول شوې ده.))

خبرپاڼه زياتوي چې یادې شبکې د غلام نبي د زوی فردين په مشرۍ د صفي الله په نامه يو سوداګر د کابل ښار له پنځمې ناحيې نه برمته کړى و او د هغه د پيسو د خوشي کولو په بدل کې يې د نوموړي له کورنۍ نه ٥٠٠ زره امريکايي ډالر غوښتي وو.

يادې شبکې صفي الله نوم په ډېر بې رحمانه ډول په داسې حال  کې چې لاس او پښې يې په ځنځير او زولنو تړل شوي وو، د کابل ښار شپږمې ناحيې ساحه کې د استوګنې په يوه کوټه کې له ځان سره ساتلى و.

د خبرپاڼې په خبره، د تښتوونکې شبکې غړو اعتراف کړى چې په نږدې راتلونکي کې يې د ځينو مشخصو افرادو د تښتولو پلان درلود.

په دې شبکه کې خطرناک مجرمين شامل وو چې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې يې په پلان شوي ډول وسله والې غلاوې کولې او تر څنګ يې د پانګه والو په ګواښ او تښتونه کې ښکېل وو.

په خبرپاڼه کې د دې شبکې د غړو د نيولو د وخت او  هويت افشا کولو په اړه څه نه دي ويل شوي.

دا هم وګورئ

gover

کندزوالي:د شهیدانو  له سپيڅلو  مبارزو  او کارنامو دې زده کړه وشي

کندز والي دا څرګندونې  نن د شهیدانو اونۍ په نمانځغونډه کې د وینا پر مهال …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com