کور پاڼه / راپورونه / نيمروز:  ٣٥ جوړو ډله ييز واده وکړ
Wedding

نيمروز:  ٣٥ جوړو ډله ييز واده وکړ

 نيمروز ولايت کې يوه خيريه بنسټ په خپله مالي مرسته د ٣٥ جوړو (هلکانو او پېغلو) د وادونو مراسم ترسره کړل

د يادو جوړو د واده مراسم د زرنج ښار په “سيستان” هوټل کې د دوى د کورنيو د شاوخوا څلور زره غړو او خپلوانو په ګډون ترسره شول.

د دغې خيريه بنسټ مسوول حاجي ابراهيم حبيب يار وويل، چې له ياد ډله ييز واده څخه يې موخه له هغو کورنيو سره مرسته کول او د دوى پر خولو د مسکا راوستل دي چې له مالي پلوه کمزورې دي.

نوموړي زياته کړه، دا چې په افغانستان کې د واده لګښتونه لوړ دي او يو شمېر بېوزله ځوانان دغه لګښتتونه نه شي پوره کولى نو له همدې امله يې د دغو جوړو د وادونو لګښتونو د ورکړې پرېکړه کړې وه.

د زرنج ښار د خاتم النبين جامع جومات خطيب مولوي بشيراحمد په دغو مراسمو کې وويل، چې د دا ډول مراسمو ترسره کول د اسلام له احکامو سره په مطابقت کې دي او په يوه اسلامي ټولنه کې د حسنه سنت ترسره کول ډېر غوره کار دى.

نوموړي په هېواد کې شته لوړ لګښتونه اسراف وباله او د مراسمو له ګډونوالو يې غوښتنه وکړه چې د وادونو خوښۍ د اسلام دين د حکمونو په چوکاټ کې ترسره کړي او له بېځايه لګښتونو پکې ډډه وکړي.

د نيمروز د ولايتي شورا غړي حاجي مسعود حکيمي، د حاجي ابراهيم حبيب يار له مرستې د ستاينې ترڅنګ وويل، ياد ٣٥ جوړې هغه بېوزله کسان وو، چې له کوژدنې وروسته يې د اقتصادي ستونزو له امله د واده مراسم نه شوى ترسره کولى.

د هغه په وينا، د دغو کسانو له جملې يې ځيني د نيمروز ولايت د بېلابېلو ولسواليو او يو شمېر هم د نورو ولايتونو اوسېدونکي دي.

هغه زياته کړه: “له ټولو سوداګرو او هغو کسانو چې امکانات لري، غوښتنه کوم چې له اړو کورنيو سره مرسته وکړي.”

د واده د ترسره کوونکي کمېسيون د معلوماتو پر بنسټ، پر يادو مراسمو شاوخوا يو لک امريکايي ډالره لګښت راغلى چې د حبيب يار خيريه بنسټ له لوري ورکړل شوي دي.

د يادو چارواکو په وينا، د يادو مراسمو مېلمنو ته د ډوډۍ ورکولو سربېره هرې جوړې ته دوه ١٢ متره غالۍ، يو ډبه ګاز، يوه بوجۍ وريژې، يوه بوجۍ اوړه، يو ټيم غوړي او د ٧٠ زره افغانۍ په لګښت د کور اړين وسايل او هرې ناوې او زوم ته اته-اته زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

د زرنج ښار يوه ٢١ کلن ځوان او زوم نقيب الله د دغو مراسمو له ترسره کوونکو د مننې ترڅنګ وويل، چې شپږ کاله وړاندې يې د کوژدې مراسم ترسره کړي و، خو د ناوړه رواجونو له امله تر اوسه پورې پر واده کولو نه و توانېدلى.

نوموړي زياته کړه: “ما په تېرو پنځو کلونو کې داسې کار پيدا نه کړ، څو د خپل واده لګښتونه پرې پوره کړم چې واده مې هم له همدې امله پاتې شوى و.”

دا په داسې حال کې ده، چې د حبيبيار خيريه بنسټ له دې وړاندې هم هرات ولايت کې څو ځلې د ډله ييزو وادونو مراسم ترسره کړي دي.

دا هم وګورئ

nekul

طالبان درې انتخابه لري: تېښته ،سوله او یا وژل کیدل

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونوعمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن باور څرګند کړی …