کور پاڼه / راپورونه / د طالبانو د لمنځه وړلو لپاره زرګونه بهرني سرتیري را روان دی
amere

د طالبانو د لمنځه وړلو لپاره زرګونه بهرني سرتیري را روان دی

 د پارن پالیسي خپرونې راپور ورکړی چې بهرني ځواکونه یوځل بیا په افغانستان کې ځمکنۍ جګړې ته راګرځي.

امریکایي چارواکو ویلي چې تر دې وروسته به یوځل بیا زرګونه امریکایي جنګیالي د طالبانو په مقابل کې ځمکنۍ جګړې ته را ودانګي.

د امریکا دفاع وزرات ځینو چارواکو فارن پالیسي خپرونې ته ویلي، چې د ټرمپ ادارې امریکایی پوځ ته اجازه ورکړې، چې د وسلوالو مخالفینو پر وړاندې له دې وروسته ځمکنې جګړې بیا پیل کړي.

که څه هم په تیر کې امریکایي چارواکو ویلي و چې، ځواکونه به یې د خپلو افغان ملګرو یواځې هوایي ملتیا کوي او د هغوی د روزنې، تمویل او تجهیز چارې به پرمخ وړي، خو پارن پالیسي ته ځینې امریکايي چارواکو ویلي، چې امریکا به د نوي کال له پیل سره سم زرګونه نور سرتیري افغانستان ته ولیږي او د هوایي او توپچي بریدونو د تنظیم سربیره به د افغان ځواکونو په روزنه او همداراز د ټولو ځمکنیو عملیاتو په سوق او مدیریت کې برخه ولري .

دا ګام وروسته تر هغې اخیستل کیږي چې افغان ځواکونو ته د طالبانو پر وړاندې په عملیاتو کې سخت مالي او ځاني زیانونه واوښتل.

باید وویل شي چې اوس هم په زیاترو جګړیزو عملیاتو کې امریکایي ځواکونه د افغان عسکرو ملتیا کوي خو زیات تمرکز یې په هوایي بریدونو او د ځواکونو پر روزنه تعلیم او تربیه دی.

دا راپور داسې مهال ورکول کیږي چې تیره اونۍ ناټو اعلان کړی و چې، افغانستان ته به ۳۰۰۰ نور محارب ځواکونه واستوي چې غوڅ اکثریت به یې امریکایان تشکیلوي.

طالبانو د ناټو یادې پریکړې ته په غبرګون کې ویلي و چې د بهرنیانو د نظامي شتون به جګړه لا ګرمه کړي او ترڅو چې امریکایانو خپل نظامي حضور ته د پای ټکی نه وي ایښی، دوی به یې پر وړاندې مبارزې دوام ورکوي.

شنونکي په دې باور دي چې لویدیځوال غواړي په افغانستان کې د خپل دائمي شتون له لارې خپلې ګټې خوندي وساتي او له سیمې څخه د ورپیښو خطرونو د مخنیوي او د دې هیواد له طبیعي منابعو څخه د استفادې په خاطر دلته اوږدمهالی نظامي حضور ولري.

دا هم وګورئ

nekul

طالبان درې انتخابه لري: تېښته ،سوله او یا وژل کیدل

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونوعمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن باور څرګند کړی …