کور پاڼه / خبرونه / د لغمان ښار جوړونې ته باید اساسي توجو وشي.
laghman

د لغمان ښار جوړونې ته باید اساسي توجو وشي.

  دغه ټکی لغمان والي د ښاري پراختیا او کور جوړولو چارو وزارت له وزیر ښاغلي سید سادات منصور نادري سره لیدنې پرمهال څرګند کړ. په دغه لیدنه کې د مهترلام ښار پر ماسټر پلان،د ولسوالیو پر پراختیايي پلانونو،د ښاري پراختیا په وړاندې د پرتو ستونزو د هواري،د ښوونکو او مهاجرینو د ښارګوټو د کارونو د چټکتیا او په دغه ښارګوټو کې د ژوند د ټولو اسانتیاوو او اړتیاوو پر برابرولو باندې ګټورې خبرې وشوې.

لغمان والي په پورته برخو کې مهم او اساسي وړاندیزونه یاد وزارت ته وسپارل او په دې تړاو یې وویل،لغمان د انکشاف او ترقۍ په حال کې دی اړتیا ده چې مهترلام ښار په نوې او معیاري بڼه د ماسټر پلان مطابق انکشاف ومومي او په ښار کې ټولې ساختماني چارې د پلان او نقشې پر بنسټ ترسره شي. لغمان والي د یاد وزیر له ځانګړې توجه او همکارۍ څخه د زړه له کومې مننه هم وکړه او د لازیاتې همکارۍ هیله یې ترې وکړه.

نوموړي وزیر د لغمان د پرمختګ او پراختیا په خاطر د ولایتي ادارې کړنې او هڅې ګټورې وبللې او لغمان اداره یې ولس ته د خدمت په ډګر کې بریالۍ او یوه فعاله اداره یاده کړه. د ښاري پراختیا او کور جوړولو وزارت وزیر لغمان والي ته ډاډ ورکړ چې ټولو شویو وړاندیزونو ته به لازمه رسیدګي وکړي د وزارت اړونده څانګو ته یې هدایت وکړ چې د لغمان د ادارې پر شویو وړاندیزونو عملي کار پیل کړ.

دا هم وګورئ

moda

لغمان کې دمدقق په نوم شخصي روغتون په فعالیت پيل وکړ

نن د لغمان په مرکز مهترلام سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د مدقق په نوم …