کور پاڼه / خبرونه / لغمان:دملی امنیت دمشر سره د لغمان پر امنیت مهمې خبرې وشوې:
nd

لغمان:دملی امنیت دمشر سره د لغمان پر امنیت مهمې خبرې وشوې:

لغمان والي د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست له مشر ښاغلي معصوم ستانکزي سره د لغمان د امنیت په اړه ځانګړې لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې د ولایت په کچه د امنیت پر تامین، د شته تهدیدونو د مخنیوي، د امنیتی او کشفي ارګانونو پر اکمال او په ځینو سیمو کې د ځمکنیو او هوايي بریدونو د ترسره کیدو په اړه مهمې خبرې وشوې.
لغمان والي په دغه لیدنه کې د ملي امنیت له عمومي رئیس وغوښتل چې لغمان ته بنیادي توجه وکړي ځکه چې د دغه ولایت اوسیدونکي تر هرڅه لومړی ډاډمن امنیت او د دښمن ځپل غواړي.
ښاغلي معصوم ستانکزي لغمان والي ته ډاډ ورکړ چې شویو وړاندیزونو ته د رسیدګۍ په برخه کې به ځانګړې او لازمه توجه وکړي او د امنیتي پلان له مخې به په لغمان کې هدفمند عملیات هم ترسره کړي.
په دغه لیدنه کې د امنیت په اړه نورې مهمې خبرې هم شوې دي.

دا هم وګورئ

moda

لغمان کې دمدقق په نوم شخصي روغتون په فعالیت پيل وکړ

نن د لغمان په مرکز مهترلام سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د مدقق په نوم …