کور پاڼه / خبرونه / لغمان والي:  لغمان د بنیادي پروژو  تطبیق ته اړتیا لري
3

لغمان والي:  لغمان د بنیادي پروژو  تطبیق ته اړتیا لري

لغمان والي عبدالجبار نعیمي  د ماليې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي سره د یوې ځانګړې لیدنې پرمهال  د کله ګوش او وطن ګټو د بندونو ، د ګمبیري کانال دپروژې، د کرکټ سټډیوم د دوهمې برخې دپاتې چارو د ترسره کیدو، په سرخکانو کې د افغانستان د ملي پارک د جوړیدو، د دولتي مامورینو لپاره د استوګنیزوبلاکونو داعمار، پوهنتون ته دغځیدلي څلور کیلو متره سرک د اساسي قیر ریزۍ،د مرکزي عالي دارالعلوم لپاره د مجهزې ودانۍ د جوړیدو او د یو شمېر نورو ټولګټو لویو او وړو پروژو د تطبیق په برخه کې د ولایتي ادارې او د لغمان ولایت د ولسونو غوښتنې او وړاندیزونه په رسمي توګه شریک کړل او په یاده برخه کې يې د ماليې وزارت د مشرتابه ځانګړې توجه اړینه وګڼله .

لغمان والي په دغه لیدنه کې د ماليې وزیر دهراړخیزې پاملرنې چې په تیر کې يې هم  دغه ولایت ته  کړې مننه وکړه او هیله يې څرګنده کړه چې  دیادو پروژو په تطبیق کې به د وزارت مشرتابه د اړوند وزارتونو په تشویق او هڅونه کې هم همکاري وکړي.

ورورسته د ماليې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي  په لغمان کې د روانو رغنیزو چارو له امله د خوښۍ په  څرګندلو سره  ډاډ ورکړ چې یادې پروژې به له اړوندو  وزارتونو  سره تعقیب،  شته امکاناتو او د هېواد نافذه قوانینو ته په کتو سره به  د راتلونکې مالي کال په ملي بودیجه کې ورته مالي امکانات برابر شي.

دا هم وګورئ

moda

لغمان کې دمدقق په نوم شخصي روغتون په فعالیت پيل وکړ

نن د لغمان په مرکز مهترلام سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د مدقق په نوم …