کور پاڼه / راپورونه / ملی امنیت :ننګرهارکې دوسلو ډیپو موندلې
g

ملی امنیت :ننګرهارکې دوسلو ډیپو موندلې

د ملي امنیت منسوبینو د وسلو له یو زیرمتون څخه ۶۸ میله وسلې او مهمات ترلاسه کړي
په ننګرهار کې د ملي امنیت منسوبینو د ترسره شوو ځآنګړو عملیاتو په ترڅ کې د تروریستي ډلو د وسلو یو زیرمتون کې ۶۸ میله بېلابېلې وسلې نیولي، چې د لړم په ۲۲مه د ولایت مقام رسنیو دفتر کې خبریالانو ته وښودل شوې .
سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل،چې د ملي امنیت رئیس او مرستیال یې ملتیا کوله، رسنیو ته د ترلاسه شوو وسلو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، ملي امنیت منسوبینو د عملیاتو په ترڅ کې د مومندرې ولسوالۍ اړوند د غوړګۍ په سیمه کې د تروریستي ډلو د وسلو په یو زیرمتون ۴۱ میله تفنګچې او ۲۷ میله کلاشیکوفونه، د درې زره پنځه سوه فیره بېلابېلو مرمیو سره یو ځای تر لاسه کړي دي.
نوموړي وویل، يادې وسلې او مهمات د پولي له هغې غاړې څخه د تروريستي فعالیتونو په موخه راوړل شوي وو، چې له همدې زیرمتون څخه ترې تروریستي ډلو د بې ګناه وګړو د وژنې او نورو تخریبي کړنو په موخه ګټه اخیسته .
ننګرهار والي د ملي امنیت منسوبینو د دې لاسته راوړنې څخه مننه او ستاینه وکړه او همدا راز یې زیاته کړه،څو ورځې وړاندې هم د ملي امنیت منسوبینو د ځان وژونکو يوه درې کسيزه ډله د موټر بم سره يو ځای ونیوله او د خونړۍ پيښې مخنیوی يې وکړ.
سلاکار وزیر او د ننګرهار محمد ګلاب منګل د دغه رسنیز کنفرانس په څنډه کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل، د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګورۍ ، د اچین ولسوالۍ په پيښې ، عبدالخیلو او د کوټ ولسوالۍ په ځینو سیمو کې یې امنیتي ځواکونه شتون لري او د مخالفو وسلوالو د ځپلو په موخه عملیات ترسره کوي.
ده همدا راز په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د نویو بیزونو او پوستو د جوړیدو څخه هم خبرورکړ.

دا هم وګورئ

nekul

طالبان درې انتخابه لري: تېښته ،سوله او یا وژل کیدل

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونوعمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن باور څرګند کړی …