کور پاڼه / راپورونه / لغمان والي:لغمان باید یو نمونوي زراعتي ولایت شي:
wazer

لغمان والي:لغمان باید یو نمونوي زراعتي ولایت شي:

دغه څرګندونې لغمان والي د کرنې مالدارۍ او اوبو لګونې له سرپرست وزیر ښاغلي انجنیر نصیراحمد دراني سره په هغه لیدنه کې وکړې چې د وزارت په مقر کې وشوه، په پیل کې لغمان والي سرپرست وزیر ته د نوې دندې مبارکي هم ورکړه.
په دغه لیدنه کې د لغمان د بزګرانو پر غوښتنو، زراغتي ودې،مالدارۍ د ملاتړ، بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو د وېش، لبنیاتو د پراسس،اوبو د تنظیم او سراج تاریخي کلا د باغ د اساسي احیاء په اړه ګټورې خبرې وشوې او یوشمیر وړاندیزونه یاد وزارت ته وسپارل شول.
لغمان والي وویل لغمان د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د پرمختګ او انکشاف غوره فرصتونه لري که چیرې یاد وزارت او اړونده همکار موسسات دغه ولایت ته اساسي توجه وکړي، دغه ولایت به د هېواد پر یو تولیدونکي زراعتي ولایت بدل او ټول هېواد ته به د زراعتي محصولاتو صادرات ولري.
همداشان لغمان والي د سراج تاریخي کلا د باغ د احیاء په برخه کې د اړونده وزارت څخه د ځانګړې همکارۍ هیله وکړه.
د نوموړي وزارت وزیر د خپلو خبرو پرمهال لغمان ولایت د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د شته فرصتونو له امله یو مهم او غني ولایت یاد کړ، نوموړي وویل چې وزارت او همکار موسسات به په ګډه کار وکړي ترڅو دغه ولایت په یو نمونوي زراعتي ولایت بدل کړي او ټولې هغه ستونزې هوارې کړي چې د یاد ولایت د بزګرانو پر وړاندې پرتې دي.

دا هم وګورئ

nekul

طالبان درې انتخابه لري: تېښته ،سوله او یا وژل کیدل

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونوعمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن باور څرګند کړی …