کور پاڼه / جالبي پیښي /  ګل پاڼه څومره شتمنه ده چې لس میلیونه  ټیکس ترې غوښتل کیږي؟
N3VmC

 ګل پاڼه څومره شتمنه ده چې لس میلیونه  ټیکس ترې غوښتل کیږي؟

دپښتو په وتلې سندرغاړې ګل پاڼې پسې دپاکستان دګمرګ یا ټیکسونو محکمې د ١٠ مېلینو روپو د ټېکس نوټس لیږلی اؤ وایي ګل پاڼه په مېلینونو روپۍ ګټي خو تر اوسه یې دیوې روپۍټېکس هم نه دی ادا کړی.

ګل پاڼې رسنیو  ته ویلي زما زړه خو ډیر سخت خفه شي چې دپښتونخوا نه بهر فنکاران د ورځې په کروړونو روپۍ ګټي خو په هغوئ پسې دومره درانه ټېکسونه نه لیږل کیږي اؤ دهشت ګردۍ ځپلي پښتون فنکار نه یو کروړ روپۍ ټېکس غوښتل کیږي”

ګل پاڼه وایي دپښتونخوا په ترهګرۍ ځپلو هنرمندانو پسې په کروړونو روپو ټېکسونه لیږل صفا ښایي چې ریاست که پخپله دپښتنو هنرمندانو دښیګړې دپاره څه کولی نه شي نو دپرمختګ مخه یې ضرور نیسي.

دخیبرپښتونخوا صوبې دټیکسونو دمحکمې ګل پاڼې ته په لیږل شوي نوټس کې ویل شوي چې هغې دهیواد دننه اؤ بهر په سندرو اؤ کلتوري کنسرټونو کې په مېلینونو روپۍ ګټلي دي خو تراوسه یې په دغو پیسو هیڅ ټېکس قامي خزانې ته نه دی ورکړی.

وتلې هنرمندې ګل پاڼې وایس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې تماس ونیولو نو هغې ومنله چې د یو کروړو روپو د ټېکس نوټس ورکړل شوی خو وې ویل چې هغه دخپلو وکیلانو سره په دغه اړه په مشوره بوخته ده اؤ دقانوني لارې به خپل ځواب وایي.

هغې وویل هر چاته معلومه ده چې د پښتنو په خاوره دهشت ګردۍ تر ټولو زیان دموسیقۍ څانګې ته اړولی دی اؤ دلته کلتوري فعالیتونه په ټپه ولاړ دي.

“ولې تاسو نه وینئ چې نن زمونږ فنکاران څومره د بې وسۍ په حالت کې مري؟ خو دا ځکه چې کار یې نشته اؤ ریاست دهغوئ ښیګړې ته توجو نه کوي نو که په داسې حال کې زه یا زما په شان نور فنکاران پخپل همت مخې ته ځي پځایې ددې چې حکومت یې حوصله افزایي وکړي ، دداسې حرکتونو په وجه یې ددې فن نه زړه ماتوي.”

ګل پاڼې نه چې کله ډیوه وپوښتل ایا په رښتیا هم دومره ډیرې پېسې ګټې چې په کروړونو کې درنه ټېکس غوښتل کیږي “نو وې ویل اول خو دې خلک پخپله داسوچ وکړي چې که ما دومره پېیسې ګټلی نو بیا به تراوسه په پیښور کې ناسته وم ؟”

هغې وویل کله چې دیو فنکار سره د ریاست دې رویې ته وګوري نو ووایي “کاش چې یا خو دپښتنو دخاورې فنکاره نه وم اؤ یا مې هډو دلته ژوند نه کولی.”

ګل پاڼه د پښتو هغه دښکلي غږ اؤ څهرې هنرمنده ده چې په مېلینونو مینه وال لري..

دپيښور سره تعلق لرونکې ګل پاڼې دپيښور پوهنتون څخه په سوشیالوجي کې دماسټرۍ ډګري ترلاسه کړې ده اؤ وایي چې اوس د پي ایچ ډي‌ کولو اراده هم لري.

دا هم وګورئ

kat

کرينه کپور خو به د (هندي سينما) د پرېښودلو پرېکړه نه وي کړي؟

د هندي فلمونو نوموتې ممثلې کرينه کپور خان د هندي فلمونو نه د اوږدې دمې …