کور پاڼه / ځانګړي مطالب /   بهارتي  او کاینات په ښکلا کې سارى نه لري
indean

  بهارتي  او کاینات په ښکلا کې سارى نه لري

د هندي فلمونو د پخوانۍ مشهورې ستورې ديويا بهارتي خور کاينات اروړا انځورونه په ټولنيزو رسنيو خپاره شوي، چې خلکو ډېر خوښ کړي دي، کاينات د مړې شوې ديويا بهارتي نه په ښکلا کې هېڅ کمه نه ده.

د ٩٠ په لسيزه کې د هندي فلمونو د لومړي صف ستورې ديويا بهارتي نه له اداکارۍ پرته په ښکلا هم ډېره مشهوره وه. ديويا بهارتي په ډېر لږ عمر کې خپل ځان له يو ځانګړى نوم پېدا کړى و، خو ډېر زر يې خپل مينه وال غمژن پرېښودل او له دې نړۍ يې سترګې پټې کړي، خو کاينات اروړا هم په هېڅ له ديويا بهارتي نه کمه نه ده.

کاينات اروړا د چارو اروړا په نوم هم پېژندل کېږي، د دسمبر په دوهمه، کال ١٩٨٢ز کې په ډيلي کې زېږېدلې ده، ډېر لږ خلک په دې خبر دي چې کاينات د ديويا بهارتي ترله ده، نوموړې د نېشنل انسټيټيوټ آف ټېکنالوژي څخه د اقتصاد په برخه کې فارغه شوې ده.

هسې خو په هندي سينما کې تراوسه پورې چا هم د ديويا بهارتي ځاى نه دى نيولى، خو د ښکلا په لړ کې کاينات اروړا هم د ديويا بهارتي څخه کمه نه ده، کاينات اروړا هم غواړي چې په هندي فلمونو کې د ديويا بهارتي په څېر نوم پېدا کړي، نوموړې تراوسه پورې په هندي، تامل او تيلګو فلمونو کې کار کړى دى.

کاينات په ٢٠١٠ز کال کې په ((کټها ميټها)) فلم کې له يوې سندرې څخه خپل فلمي ژوند پيل کړى و، له دې پرته نوموړې په ((ګرېنډ مستي))، ((من کاټها))، ((ليلا او ليلا)) فلمونو کې او د رام ګوپال ورما په فلم ((سيکريټ)) کې هم کار کړى دى، خو تر نننه پورې يې لکه د ديويا بهارتي په څېر نوم نه دى پېدا کړى.

ياده دې وي چې په فلمونو کې له کار کولو مخکې، کاينات اروړا په يو شمېر اعلانونو کې هم کار کړى او هلته يې ځان ته نوم پېدا کړى دى.

 

دا هم وګورئ

kat

کرينه کپور خو به د (هندي سينما) د پرېښودلو پرېکړه نه وي کړي؟

د هندي فلمونو نوموتې ممثلې کرينه کپور خان د هندي فلمونو نه د اوږدې دمې …