کور پاڼه / لوبي / افغان ۱۹ کلنو اسیا جام اتلولي خپله کړه
19

افغان ۱۹ کلنو اسیا جام اتلولي خپله کړه

د کریکټ بریا مو مبارک شه

د کریکټ تاریخي بریا دې ټولو ته مبارک وي

افغان نولس کلنې کریکټ ملي  لوبډلې د اسیااتلولۍ جام سیالیو کې  وکولی شول چې نن په لوی  توپير د پاکستان  کرکیټ ټیم ته ماتې ورکړي او دغه ستره تاریخي بریا د ځان په ګټه تمامه کړي.

د سپورت د ډګر ملي اتلانو  نن یو ځل بیا دلوی څښتن تعالی په فضل دخپلو هلوځلو او کوښښونو په مټ ددې ځوریدلي ولس هیلې پوره کړې،دټولو پر شونډو يې دخوښۍ او مسکا څپې خورې کړې او په ډیره میړانه يې دغه ستره بریا خپله کړه،لوبه لومړی افغان لوبډلې پيل کړه، مقابلې لوبډلې ته يې ۲۴۹ هدف ورکړ چې هغوی پوره نشو کړای او بریا د افغان کریکټ  لوبډلې په نصیب شوه.

دا هم وګورئ

19

    د افغان ۱۹-کلنو لوبډله پایلوبې ته ورسیده

نن افغان ۱۹ – کلنو ملي لوبډلې د نیپال ۱۹ – کلنو لوبډلې ته ماتې …