کور پاڼه / لیکنې / د طالبي لښکر مجاهد د جهاد پر مهال
talib

د طالبي لښکر مجاهد د جهاد پر مهال

عباسي خلافت د مسلمانانو د شان او شوکت زمانه وه. طب، کیمیا، فزیک، هندسه، فلکیات، فلسفه،…… او ریسرچ کې د مسلمانانو نوم و. یواځینۍ سهوه یې دا وه چې د خلافت د پولو څخه دفاع هغسې چې لازمه وه، نه یې وه سنجولې. چنګېزیانو برید وکړ. په لکونو خلک یې ووژل. هر څه یې تالا کړل. ښارونه یې وسوځول. خو تاریخ پوهانو ته تر ټولو ډېر درد د بغداد او کوفې ریسرچ لایبریریانو ور وستی. ځکه هغه په لکونو کتابونه چې د دغو ښارونو په کتابتونو کې پراته و، د ټول انسانیت امانت و. شاید نړۍ د هغو په اساس ډېر ژر پرمختګ کړی وای. چنګېز تر ننه د خلکو په فکر کې یو نهایي وحشي او تاریک ذهنه سړی منعکس شوی. چې د ژوند، فرهنګ، علم او هوساینې دښمن و. په وینو روږدی و او زړه یې تر فولادو کلک و.

د دې عکس په لیدو مې ذهن شاوخوا ۱۰۰۰ کاله شاته ولاړ. ته وا دا د لوګر ښوونځی نه دی. بغداد دی او د عباسي خلافت کتابتون. دا طالب نه دی، د هلاکوخان لښکر دی او په لوټ و تالان لګیا دی. رڼاوې وژني او ښارونه نړوي.

طالبه! تاریخ که نور هیڅ در پسې ونه لیکي. یواځې همدا عکس دې په پوره امانت محفوظ کړي، نو کفایت کوي چې د دې وطن راتلونکي نسلونه لاړې در تف کړي.

د اطلاعاتو و فرهنګ مسئولینو! دا انځور په ښه کیفیت چاپ کړئ. د هېواد ټولو میوزیمونو کې یې وساتئ. پرې ولیکئ:

“د طالبي لښکر مجاهد د جهاد په مهال، لوګر، ابتدایه ښوونځی، د ۲۰۱۷ م د نومبر ۱۵ مه”

 نجیب ننګیال

دا هم وګورئ

Muharam

نيمه نړۍ نه، پوره نړۍ ورانېږي

افغانه مېرمن چې د وحشت تر سیوري لاندې د جهل او  ناپوهۍ په سین کې …