کور پاڼه / لیکنې /   د آسيا نوښتګر ملت!
Snapshot

  د آسيا نوښتګر ملت!

څو ورځې وړاندې په یوه رسمي سفر د افغانستان دوست او ملګري هېواد هندوستان ته تللی وم، دغه سفر له ډیرو درسونو او کېسو ډک و، چې پر هر اړخ یې لیکنه زیات تفصیل او وخت ته اړتیا لري. کله چې د هندوستان په لور د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته داخل شوم، ډیرې داسې کورنۍ مې ولیدې چې د غم او خوښۍ اوښکې یې روانې وې، چا د خوښیو په اوښکو سره د خپلو کورنیو د غړو او دوستانو د راتګ استقبال کولو او چا د اوښکو په په بهیدو سره د کورنۍ له غړو او دوستانو سره مخه ښه کوله.

د هوايي ډګر فضاء ډیره خړه وه، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د نړۍ د نورو هېوادونو د هوايي ډګرونو سره په پرتله ډیر کوچنی دی، هغه ډول وسایل او اسانتیاوې نه لري، چې نور یې لري، د دې ترڅنګ تر سخت امنیتي تهدید لاندې هم دی.Kabul Internation Airport

د نړۍ په هوايي ډګرونو کې د پرمختګ انځورونه نصب شوي وي، مګر له بده مرغه زمونږ په نړیوال هوايي ډګر کې لاهم د افغانستان د تباهۍ د اتلانو انځورونه لیدل کیږي، معلومه نه ده چې تر کله به د ملت دغه قاتلین له قبر او چوکیو پر دې ملت حاکمان وي.

هند سره د افغانستان د ملګرتیا راز هغه وخت راته ښه څرګند شو، کله چې مې هندوستان ته د تلونکو افغان مسافرینو سره په دې تړاو خبرې وشوې، ټولو  هند یو غوره دوست بللو، ټولو هم دا خبره کوله چې افغانستان کې د افغانانو لپاره ستونزې او مشکلات شته، مګر هند کې افغانان شپه او ورځ ازاد ګرځي، زده کړې او تجارت کوي او یا هم د درملنې لپاره ځي.

الوتکه د هند پر لور وخوځیده او د هغه هېواد پر سر تیره شوه، کوم چې د افغانستان او هند پر دوستۍ او ملګرتیا سخت خواشینی دی.

ډهلي کې له الوتکې ښکته شو، هوايي ډګر کې مې د نړۍ د هر هېواد خلک ولیدل، چې اکثریت یې د سیاحت او تجارت په خاطر دغه لوی او تاریخي هېواد ته راغلي وو، دلته هوايي ډګر کې د جګړو د اتلانو انځورونه او شیطاني شعارونه نه تر سترګو کیدل، بلکې د هوايي ډګر هر لور ته د صنعت، پرمختګ، تجارت او ټیکنالوژۍ خبرې او کیسې وې.

د ممبۍ پر لور:

شاوخوا ۵ ساعته ډهلي نړیوال هوايي ډګر کې تم شو، ځکه چې بل سفر مو د هندوستان د ستر تجارتي او اقتصادي ښار ممبۍ خوا ته وو، هغه ښار چې په کې شاوخوا ۱۹ میلیونه وګړي ژوند کوي او د هند د سینما او فلم نړیوالې پيژندل شوې څیرې هم دلته اوسیږي. الوتنه کې ځکه ځنډ راغی چې ممبۍ کې هوا سخته باراني وه، ولې بیا هم د شپې لخوا د هند اسمان ته پورته شو او د خپل هدف لوري ته مو مزل پیل کړ. الوتکه کې یو تنکي ځوان سره، چې نوم یې Siddharth Gala  و او زما څنګ کې ناست وو، ملګری شوم، شپه وه او ډیر ستړي شوي هم وو، نو له همدې ځوان سره مې د هندوستان پر پرمختګ خبرې پیل کړې.

نوموړي ځوان راڅخه وپوښتل چې ته د کوم عربي هېواد اوسیدونکی یې، ورته ومې ویل چې زه عرب نه یم بلکې زه افغان یم او له افغانستان څخه هند ته راغلی یم، ځوان خوښ شو او ویې ویل، خبرونه لولم هند او افغانستان ښه ملګري دي او دواړه د ترهګرۍ او افراطیت پر ضد جګړه کې ګډ دریځ لري.

د ځوان په خبرو کې له افغانانو سره ځانګړې مینه څرګنده شوه، نوموړي وویل چې د افغانستان ځوانان باید ښه تعلیم وکړي، تر څو ښه راتلونکې ولري. د تنکي ځوان په خبرو کې لويې خبرې هم وې، په خبرو خبرو کې يې راته وویل چې مونږ د هندوستان خلک د نړۍ له سترو هېوادونو سره تجارتي او اقتصادي برخو کې رقابت کوو او په راتلونکې کې به زمونږ هېواد په سيمه کې بې سياله هېواد شي.

له ځوان مې وپوښتل چې تاسو څه دنده مخ ته وړئ، راته یې وویل چې پلار یې د کتابچو د تولید فابریکه لري، چې د هند اکثرو برخو ته کتابچې چاپوي، زه خپله اوس په یوې شخصي کمپنۍ کې کار کوم، چې د ملکیتونو او کورونو د خرڅلاو چارې مخ ته وړي.

همدې ځوان دا هم وویل چې ډیر ژر به یوه داسې کمپنۍ جوړه کړي چې د هندوستان له کلیوالي خلکو د تجارت د ودې او کورني تولید په خاطر، د بانکونو مرستې او قرضې همغږې او هم به کلیو ته له سترو ښارونو د توکو رسول پیل کړي. دا خبره یې هم وکړه چې د دغه شرکت د جوړیدو ډیرې چارې یې تکمیل کړې هم دي.

دغه هندي ځوان مونږ سره ممبۍ کې خورا زیاته همکاري هم وکړه او یوه ورځ یې زمونږ په خدمت کې تیره کړه، چې هیڅکله به یې مرسته او همکاري زما هیره نه شي.

د دې ځوان خبرو ډیر حیران کړم او له ځان سره مې فکر وکړ چې مونږ خو د راتلونکي لپاره کوم خاص پلان نه لرو او اکثریت ځوانان مو د جګړو په سنګرونو کې بوخت دي او ډیری ځوانان بیا دا دنیا د بل چا ګڼي.Baryali Rawan in Mumbai India

د سیلانیانو کور:

کله چې ممبۍ ته ورسیدو، یو ستر ښار مې ولید، د نړۍ د هر بل ملک خلک په کې ښکته او پورته کیدل چې بیا ډیر سیلانیان مو د هند په ګوا ایالت کې ولیدل، واقعیت دی چې هندوستان ښکلی او یو داسې دیموکراتیک هېواد دی چې سیال او ساری نه لري، هر څوک هندوستان خپل کور ګني او هلته هر وګړی د عدم تشدد پر تګلاره مزل کوي. د هندوستان خلک که یوې خوا ګاندي ته ډېر احترام لري، چې له انګرېزانو يې د هند خپلواکي ترلاسه کړې، نو بلخوا د عدم تشدد ستر لارښود فخر افغان هم ډېر په درناوي يادوي او مينه ورسره کوي. دا خلک د ګاندي او باچا خان پر لاره مزل کوي او پر همدې لار يې د پرمختګ پر لوري سفر کړی دی.

هند کې د هر مذهب، رنګ، ژبې او نژاد خلک اوسیږي، مګر په امن او سوله کې ژوند کوي، له دې ټولو څخه څرګندیږي، چې د هندوستان خلک یواځې له صنعت او تجارت څخه عواید نه لري بلکې د دغه هېواد د عوایدو یوه تر ټولو ستره سرچینه سیاحت هم دی، د هند په اقتصاد کې که يوې خواته فلمونه او کریکټ مهمه ونډه لري، نو بل لوري ته هند د سیاحت له لوري هم ډېر عواید ترلاسه کوي، چې هر کال د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه په میلیونونو وګړي دغه هېواد ته د سیاحت لپاره ځي، غرونه او دښتې یې له هغه کسانو څخه پاکې دي، چې د خلکو په وژنه کې ځان ته جنت لټوي.

لومړي وزیر څخه مننه:

د هند ډیر ایالتونه مو وکتل په ټولو ایالتونو کې د انکشاف، تجارتي او اقتصادي پراختیا درسونه او کیسې وې، هر چیرې تجارتي اعلانات تر سترګو کیدل، هر دیوال یې ځانګړي پیغامونه او کیسې درلودې، زمونږ د هېواد په شان یې دیوالونه، سرکونه، څلور لارې، دښتې او غرونه د لنډه غرو جنګ سالارانو په نومونو او بدو شکلونو ککړ نه وو.

ټول هند کې مې څو ځایونو کې د دغه هېواد د اوسني لومړي وزیر انځورونه ولیدل، چې ترې مننه شوې وه، هلته اکثریت خلکو راته وویل چې اوسنی لومړی وزیر ډیر پاک شخص دی، په ژمنتیا او رښتینولۍ سره هندوستان ته خدمت کوي. د هندیانو په خبره، د هند اوسنی لومړی وزیر نریندرا مودي خپل ماشومان او مېرمن نه لري او نه يې هم خپلو خپلوانو ته دولتي دندې ورکړي دي، نه دا چې په هر سفر کې يې له ځان سره هر هېواد ته بیايي. هغوی راته وويل، په هند کې په لومړي ځل یو داسې کس واک ته رسېدلی، چې د خپل ژوند په پيل کې يې د چای خرڅوونې سماوات درلود، خو په خپل زيار او وړتیاوو يې د هند د لومړي وزیر څوکۍ ترلاسه کړې ده.

د هند خلک له اوسني لومړي وزیر څخه ډېر خوښ دي، د نریندرا مودي په بريا کې نه يواځې دا، چې د هند هندوانو پراخه برخه اخیستې وه، بلکې د نریندرا مودي په بريا کې د مسلمانانو ونډه هم ډېره زیاته وه، ځکه چې د هنديانو په وينا، نریندرا مودي د هند لپاره ښې برنامې درلودې.

مونږ هم ترې مننه وکړه، ځکه چې افغانستان سره ځانګړې همکاري لري او د افغانستان د سترو پروژو د تطبیق په برخو کې همکاري کوي.Mumbai

نوي کلنه بوډۍ:

اراده مې وکړه چې له ممبۍ څخه حیدراباد ته لاړ شم، چیرې چې د ګڼ شمیر افغان ځوانانو ترڅنګ زما یو ورور هم خپلې لوړې زده کړې کوي، کله چې د ممبۍ هوايي ډګر ته د الوتنې لپاره داخل شوم، په تم ځای کې مې یوه ډیره زړه بوډۍ ولیده، چې معیوبه هم وه.

همدې هوايي ډګر کې مې د هندوستان د پخواني ولسمشر عبدالکلام له خاطرو او یادښتونو ډک لیکل شوی کتاب واخیست او په لوستلو مې یې پیل وکړ، بوډۍ مې هم ولیده چې لیکل یې کول.

د خپلې مطالعې څخه تیر او بوډۍ ته څیرمه کېناستم او سلام مې ورباندې وکړ، واقعاُ دغه بوډۍ ډیره خوښه شوه او راڅخه یې وپوښتل چې د کوم هېواد اوسیدونکی یې، ځواب کې مې ورته وویل ((افغان یم)).

بوډۍ د افغانستان د جګړو په اړه ډیر معلومات درلودل او ډیر وخت یې د ښوونکې دنده سرته رسولې وه، بوډۍ وویل چې پوره ۹۰ کاله عمر لري او اوس هم لیک او لوست کوي.

بوډۍ همدا راز راته وویل: ((هغه وخت ارامه یم چې د ورځې زیات لیکل وکړم))، هغه له خپلې لور څخه هم زیاته خوشحاله وه، ځکه چې لور يې هم ډیره تکړه ښوونکې وه.

نوموړې هم حیدراباد ته روانه وه، ورته مې وویل چې لاره کې به زه درسره مرسته وکړم او تر الوتکې پورې به دې بایسکل کې انتقال کړم، بوډۍ مننه وکړه او راته یې وویل ((ټول عمر مې د خپل ځوان نسل خدمت کړی)) او زیاته یې کړه ((دلته هوايي ډګر کې یو شمیر کسان د دې لپاره ګمارل شوي چې ما غوندې معیوبو او زړو خلکو سره همکاري وکړي او تر الوتکې پورې مو ورسوي)).

لنډه دا چې د هند ملت یو نوښتګر ملت دی، امن او سوله یې د ژوند لاره ده، اوس مهال تر بل هر ملت په سوله ییز ژوند او تجارت کې مخکې دی، شنونکي په دې اند دي چې هند به راتلونکې کې نور هم پرمختګ وکړي او نړیوالو ته به خپله ځواکمنتیا او واکمنتیا په ډاګه کړي.

هدف دا دی چې مونږ افغانان باید له نورو ملتونو څخه زده کړه وکړو، واقعیت دا دی چې مونږ ډیر شا ته پاتې ملت یو، که د زرګونو کلونو تاریخ لرو، مګر د لسګونو کلونو عمر لرونکي هېوادونه راڅخه پرمختللي او مخکې دي.

افغان ملت ته په کار ده چې سره یو شي، د ژوند نوی پړاو پیل کړي، په هغه خبرو او شعارونو ځان خوشحاله نه کړي، چې په روایتي شکل ورته پاتې دي او تر ټولو مهمه دا چې افغان ولس باید نور په قوت او وحدت سره د هغه کسانو د شیطاني دسیسو او پلانونو مخه ونیسي، چې د قوم، دین او رنګ په نومونو پر ټول ملت لوبې کوي، کله یې د قوم په نوم جنګوي، کله یې د رنګ په نوم په جنګ اچوي او کله یې د دین په نوم پر یو  او بل باندې وژني.

ليکوال : بريالى روان

دا هم وګورئ

Muharam

نيمه نړۍ نه، پوره نړۍ ورانېږي

افغانه مېرمن چې د وحشت تر سیوري لاندې د جهل او  ناپوهۍ په سین کې …