کور پاڼه / روغتیا / د امیندوارۍ په بهیر کې خواړه
oman

د امیندوارۍ په بهیر کې خواړه

* تر ټولو غوره خواړه د امیندوارۍ په لمړیو دریو میاشتو کې په لاندې توګه دي:-

هره ورځ یو فولیک اسید وخورئ.

 امیندوارۍ په لړ کې باید مور درې وخته لږ غوړ لرونکي لبنیات وخوري چې اندازه د یو ګیلاس شیدو،یو ګیلاس تروو یا یو ګیلاس مستو په اندازه وي.

دانې ( د لمرګلي دانې، کدو دانې،خربوزې او هندوانې دانې او داسې نورې دانې…)او مغزیات لکه؛ چهارمغز،بادام او پسته او.نور کلسیم لرونکي مواد هره ورځ وخوړل شي.

غلات او ډوډۍ:-

ډېری غلات د ویټامین B څخه غني دي. د امیندوارۍ په لمړیو څلورو میاشتو کې د مور بدن اوسپنې ته ډېره اړتیا نلري او لازمه نده چې اضافي اوسپنه د په بدن کې شتون ولري. وروسته له څلورو میاشتو مور باید د خوړو رژیم مراعات کړي او منظم غني او ګټور خوراک د فولیک اسید ټابلېټ سره یوځای مراعات کري.

ترکارۍ:-

د امیندوارو مېرمنو یوه معموله ستونزه قبضیت دی چې د ترکارۍ او سبزیجاتو په منظمې استفادې سره دا ستونزه کمېږي یا د منځه ځي.

امیندواره مېرمنې ۷۰ اویا سلنه ویټامین سي (C ) ته اړتیا لري نسبت هغه چاته چې امبندواره ندي.

پالک او نور ترکارۍ ، حبوبات، الوګان(کچالو) ،رومي بانجان او د سټروس خاندان د ویټامین سي لرونکي دي چې له خوړو څخه د اوسپنې په جذب کې مرسته کوي.

تېز شین رنګ لرونکې ترکارۍ، ګازرې، شنه مرچ، دلمه مرچ، بروکلي او الوګان د ویټامین A لرونکي دي چې د مور او جنین د عضلاتو په پیاوړي کولو کې مرسته کوی.

مېوه:-

امیندواره مېرمن د جنین د ودې لپاره اړ ده چې لمړی خپل ځان او خپل صحت ښه وساتې ځکه ماشوم د مور له وجود څخه وده کوي.

د امیندواره مېرمنې لپاره ټولې او هر ډول مېوې اړینې دي او باید د خپل وجود اړتیا ترې پوره کړي خاصتا هغه مېوې چې ویټامین سي او ویټامین A لرونکې وي لکه مالټه،کېوي،کینو، انګور، مڼې،هندوانه او داسې نور…

غوښه او پروټین لرونکي خواړه:-

پروټین د مور د بدن لپاره تر ټولو اړین مواد دي چې پروټین د مور او جنین د عضلاتو د ودې او پیاوړي ساتلو لپاره اصلي مواد دي. يواځې په دې ډله کې د ویټامین B12 په نوم ويټامین دی هغه میندې چې په بدن کې یې دا ویټامین لږ دی نو حتما به یې په ماشوم کې هم ويټامین B12 لږ وي. دا برخه خواړه د مېرمنو لپاره د مهمو خوړو ډله ده او باید په غذایي رژیم کې ځای ورکړل شي.

شیدې او مستې:-

لبنیات د بدن ډېرې غذایی اړتیاوې پوره کوي خاصتا کلسیم او پروټئين چې په دې محصولاتو کې دي.

که چېرې د مور وجود لږ کلسیم ولري ،جنین مجبور دی د هډوکو د ودې پخاطر د مور د بدن له کلسیم څخه کار واخلي چې دا کار د دې سبب کیږي چې مور ډېر ژر له اوستیو پروزس(د هډوکو وراستېدل) سره مخ شي او هډوکي یې د ماشوم په زیږولو ژر وراسته شي.

دا هم وګورئ

face

ایا غواړئ چې پوستکی مو سپين شي ؟

په عامه توګه هر انسان کوښښ کوي چې د بدن پوستکی یې سپین وي، په …