کور پاڼه / خبرونه / لغمان والي:لغمان کې باید امنیت تامین شي:
secu

لغمان والي:لغمان کې باید امنیت تامین شي:

دغه ټکی لغمان والي په هغه ځانګړې امنیتي غونډه کې وکړې چې ددغه ولایت د امنیتي،کشفي او نظامي ارګانونو د لومړۍ درجه مسوولینو په ګډون ترسره شوه.

پیل کې د امنیتي ځواکونو مسوولینو د خپلو تحرکاتو،کړنو او لاسته راوړنو په اړه د غونډې رهبري ته معلومات ورکړل او پر دښمن یې د سختو بریدونو خبر ورکړ.

د امنیتي ځواکونو مسوولینو وویل چې د مرکز او ولسوالیو په کچه د امنیت د تامین په خاطر د دوی اساسي تلاشونه دوام لري چې ترڅنګ یې د لغمان د امنیت په خاطر هوايي ګزمې هم پیل شوې چې پر دښمن به هدفمند بریدونه ترسره کړي.

لغمان والي د امنیتي ځواکونو د کړنو،خدمت او لاسته راوړنو درناوی وکړ، نوموړي وویل چې د ګډې همغږۍ او قوت پر بنسټ باید لغمان ولایت کې امنیت تامین شي ترڅو هغه اندېښنې او شکایتونه رفع شي چې ولس یې لري.

نوموړي وویل چې په پلازمینه کابل کې یې د لغمان د امنیت په خاطر د امنیت سکتور د رهبري سره د دغه ولایت د امنیتي ځواکونو ټولې اساسي اړتیاوې او غوښتنې په رسمي توګه شریکې کړي دي، اړتیا ده چې د ولایت هر امنیتي ارګان خپلې غوښتنې په منظمه توګه تعقیب کړي.

لغمان والي د دې یادونه هم وکړه چې لغمان ولایت ته توجه زیاته شوی او تلاش کوي چې د هراړخیزه تلاشونو په سرته رسولو سره په دغه ولایت کې د جدي امنیتي ننګونو مخه ونیسي ترڅو ولس ارام او هوسا ژوند وکړي.همدې غونډه کې د ځانګړو عملیاتو پر پلان هم خبرې وشوې او په دې تړاو ځانګړي تصامیم ونیول شول.

دا هم وګورئ

ride

 کندز: ځانګړو ځواکونو په دشتې ارچې کې د طالبانو زندان مات کړ

تېره شپه شاوخوا لس بجې افغان ځانګړو ځواکونو په دشتې ارچې ولسوالۍ کې دهوايي او …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com