کور پاڼه / خبرونه / د هلمند امنیتي چارواکي :دا اونۍ د طالبانو لپآره مرګونې وه
original

د هلمند امنیتي چارواکي :دا اونۍ د طالبانو لپآره مرګونې وه

دهلمند ولایت ځايي چارواکي وايي چې په روانوپنځه ورځنیې عملیاتو او وسله والو نښتوکې یې مقابل لورې طالبانو ته درانه ځاني اومالي زیانونه اړولې دي.

 په همدې اړه د هلمند والي حیات اله حیات دیوې خبري سرچینې سره دخبرو په مهال ویلي چې  تر اوسه په څلورو ولسوالیو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د الوتکو په بریدونو کې تر ۸۰ ډېر طالبان وژل شوي دي.

والي وایي چې لا اوس هم په ځينو سیموکې تخلییاتي عملیات روان دي ،هغه وايي چې تر دې دمه څلور ولسوالۍ هدف ګرځیدلي چې په ګڼو ولسوالیوکې یې دطالبانو مرکزونه اودمخدره موادپروسس فابریکې په نښه شوې دي .

هلمند وايي چې  د هوا له لارې ګډ عملیات د ناټو او د افغانستان د هوایي ځواکونو پیل شوې دي تر اوسه په شمالي او جنوبي هلمند کې په څلورو ولسوالیو کې کجکي، موسی قلعه ،واشیر دیشو کې  دا بریدونه ترسره شوي اوځینو سیموکې اوس هم دوام لري.

هغه ادعاکوي چې تر تېر ماښام په کجکي کې ۱۲ طالبانو په موسی کلا ۳۸ په واشیر کې   ۵ په دیشو کې د ۳۰ طالبانو وژل شوي دي .

دځینو خبرونو په تائید چې ۹ملکي کسان هم وژل شوي ،خووالې وايي چې دوی یې په اړه معلومات کوي ،هغه وايي چې ۶۵ هوایي بریدونه په هلمند کې ترسره شوي.

خووسله والوطالبانو ویاند د دولت شوې ادعاکوي په کلکه ردوي چې دوی په کې کوم زیان نه دی اوښتې دمخدره موادوپه نوم چې کومې بمبارد شوی هغه سیمې ملکي دي ،چې په کې ملکي تلفات هم اوښتي دي.

خودفاع وزارت دملکي تلفاتو خبررد وي هغه وايي چې ۶۵بریدونه شوې چې په هغه کې ۲۲مخداره موادو فابریکې له منځه تللې دي

په دې اړه دامنیتي ملي ریاست دیوې اعلامیې په خپریدوسره ویلي چې دهلمند په شمول ګڼو نور ولایتونو کې یې دمخدره موادو ۲۰فابریکې ویجاړې کړي دي هغوی ویلي چې ددې ګټه وسله والوته رسیدلې.

سرچینې ویلي چې دې کې ۱۱عملیات ملي امنیت ځانګړو ځواکونو کړې ۲۸هوايي ځواک او نه نور عملیات په وسله والو اوداعش ډلې ترسره شوې چې مشترک ځواکونو لخوا شوې دي.

هغوی ادعاکوي چې دې بریدونه کې ۱۰۶وسله وال طالبان ۲۰داعشیان اوتر۳۶پورې ټپيان شوي دي ،هغوی دا ادعاهم کوې چې دې عملیاتوکې دمخدره موادو شل کارخانې ،۱۱۲۵کیلوګرامه چرس ،۱۸۰مایونونه او۱۴موټرسائکلونه تخریب شوي دي.

دولت اوبهرني سرچینو ویلي چې په هلمند کې دنړۍ والو ټولنو دراپورله مخې ۹۰۰۰ټنه تاریاک شوي چې په هغه کې وسله وال  طالبان هم برخه وال دي،هغوی وآيي چې طالبان هرکال ۲۰۰تر۴۰۰میلیونوامریکايي ډالروپورې اعادات له همدې لارې راټولوي.

خو وسه والوطالبانو ویلي چې دوی جګړه عقیدوي ده ،دوی نه غواړو له مشکوکو لاروڅخه خپل لګښت راټول کړي.

دا هم وګورئ

kaka

لغمان:په ۲۵۶ کورنیو د خوراکي توکیو مرستې وویشل شوې

له کډوالۍ په ۲۵۶ راستنو شویو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وویشل …