کور پاڼه / خبرونه / مصر: د جومات دننه چاودنې نږدې ۳۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
2-164

مصر: د جومات دننه چاودنې نږدې ۳۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

  نن جمعه مبارکه مصر کې  په یوه خونړۍ چاودنه او ډزو کې لږترلږه ۱۸۵ تنه وژل شوي دي.

د سینا ولایت د بیرالعبد ښار په یوه جومات کې له چاودنې وروسته پر لمونځ کوونکو ډزې وشوې.

مصري رسنۍ په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۸۵ تر ۲۰۰ تنه ښيي.

د مصر مینا خبري اژانس د مصر د حکومتي سرچینو په قول وايي چې په دې پېښه کې لږترلږه ۱۲۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

بیرالعبد ښار د سینا ولایت له مرکز العریش څخه ۴۰ کیلو متره لېرې دی.مصري سرچینې وايي چې دا برید د اسلامي دولت یا داعش وسله والې سختدریځې ډلې کړی دی.

خو داعش یا کومې بلې سختدریځې ډلې تراوسه څه نه دي ویلي.

د مصر حکومت په دې مناسبت درې ورځې ویر اعلان کړی دی.

دا هم وګورئ

kaka

لغمان:په ۲۵۶ کورنیو د خوراکي توکیو مرستې وویشل شوې

له کډوالۍ په ۲۵۶ راستنو شویو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وویشل …