کور پاڼه / لیکنې / کرزی څه غواړي؟  
hamid

کرزی څه غواړي؟  

زموږ په خوا کې یو متل دی چې تیږه په خپل ځای درنده وي، خو ځينې خلک کیدای شي د دې متل په مفهوم سم نه پوهیږي او یا ځانونه پرې ناګاره کوي کرزي سره د ډېرو تیروتنو ښه کارونه هم کړي دی چې له هغې جملې یو د واک تسلیمول دي خو اوس سخت پرې پیښمانه دی. که موږ د شاه زمان نه وروسته تاریخ وګورو وینې وینې او زخم زخم دی؛ چا خپل ورو د واک لپاره ړوند کړی ځینو د سلګونو بې ګناه انسانانو وینې بهولي دي، خو کرزي په داسې عصر کې واک ولسمشر غني ته په لاس ورکړ چې دومره د ویاړ خبره نه وه ځکه په وطن کې بهرني ځواکونه وو نو له دې امله یې واک ښاغلي اشرف غني ته تسلیم کړ کنه کیدای شي په هغه ورځ یې تاریخ بیرته تکرار کړی وای خو یوازې د شین سترګو برکت و چې واک یې په خپله رضا ور تسلیم کړ. اوس د واک تسلیمدو ډیر وخت نه دی تیر چې افسوس ورغللو، هغه د دري ژبي متل کا چی فکر افغان پسان میایه کیدای شي د کرزي فکر اوس سر ته راغلی وي…! کرزی یو مداري ولسمشر و دوولس کاله باچاهي یې په ټګۍ او برګی وکړه د نوموړي په وخت کې د یوې لسوالۍ خلک سرداران وو په ډیرو امورو کی خپله کرزی یوازې سمبول و نوره کارونه او خبرې یوازې د یوې ولسوالۍ د خلکو چلیدې خو زموږ د خبرې او نران پښتانه هغه وخت داسې وو لکه ناچل نوټونه.

جنګسالار یې ملی قهرمان کړ د بل جنګسالار په نوم یې د تعلیم او تربیې پوهنتون کړ یو بل جنګسالار یې مارشال او له مرګ نه وروسته یې یو پوځي پوهنتون د هغې په نوم کړ یادو خلکو ته یې د قبرونو لپاره لویې غونډۍ ورکړې چې وروسته یې زامنو ټولې شاوخوا ځمکې غصب کړې.

د نوموړي واکمنۍ پر مهال به چې کله د ده لیدو ته د لوېې پکتیا، لوی ننګرهار او لوی کندهار خلک راغلل کرزي ته به یې وویل: موږ په حکومت کې هیڅ لوړ پوړی چارواکی نه لرو کدرونه مو په کورونو کې ناست دي، کرزي به ورته وخندل او وبه یې ویل یاااا زه بیا څوک یم زه ستاسو یم!!! مشران به یې په دې خبره غلط کړل. خو چې کله به فهیم په میز سوک ورته ووهلو کرزي به له ‌‌‌‌‌‌ډاره ورته وویل: لس نفر را معرفي کړه چې والیان وزیران یې کړم بس دا ‌‌‌‌‌‌ډارمه به روانه وه دوولس کاله حکومت یې په داسې سپين سترګۍ وکړ.

او بله مهمه خبره دا چې د پښتنو خیالي ښوونځي د نوموړي په وخت کې جوړ شوي وو په رسنیو کې به یې ویل چې پښتون میشتو سیمو کې مو دومره ښوونځي جوړ کړي دي خو اخر خبره رسوا شوه چې هغه ښوونځي ټول خیالي وو چې خلک یې په رسنیو کې پرې غلطول.

د کرزي په وخت کې د کندهار په یوولسو ولسوالیو کې په یوولس کلونو کې یوازې یوولس زده کونکي د دوولسم ټولګي څخه فارغ شوي دي د نجونو مکتبونه وو خو ټول خیالی دا سړی چې ما یې یوازې څو کارنامې ذکر کړې اوس یې بیا طبعیت ولسمشرۍ ته ښوریږي کرایي لیکوالان یې پیدا کړي دي ټوله ورځ په ټولنیزو رسنیو کې لګیا وي د کرزي په غوښتنه لویه جرګه غواړي د هغو خیالي مکتبونه ډالر یی چی وهلي دي اوس یی تر ګرده په لویو غونډو کی مصرفوي غواړي چې د ایرانیو کڅوړو د خیالي مکتبونو ډالر او په هغه نورو پیسو چی په خپل وخت کی یې په بډه وهلي وې اوس بیرته ځان واک ته پرې ورسوي.

اوهمدا خلک چې اوس د څو پیسو په بدل کې نوموړي ته کار او درګرده پوسټونه کوي چې لویه جرګه دې را وغوښتل شي او بیرته دې د ولس دښمن علي بابا د موقت وخت لپاره ولسمشر شي همدا خلک مو بیا په همدا سړي د پخوا په شان لکه اوښان خې کوي.

ابراهیم اېمان

دا هم وګورئ

Muharam

نيمه نړۍ نه، پوره نړۍ ورانېږي

افغانه مېرمن چې د وحشت تر سیوري لاندې د جهل او  ناپوهۍ په سین کې …