کور پاڼه / روغتیا / اومیندوارې ښځې دې په اړخ ویدېږي
woman

اومیندوارې ښځې دې په اړخ ویدېږي

په بریتانیا کې اومیندوارو ښځو ته سپارښتنه شوې چې د اومیندوارۍ په وروستیو ۳ میاشتو کې په یوه اړخ ویده شي

دا سپارښتنه پر۱۰۰ ښځو له څېړنې وروسته شوې ده او ویل شوي چې که د اومیندوارۍ په وروستیو ۳ میاشتو کې ښځه په یوه اړخ ویده شي په رحم یا زیلانځ کې یې د جنین د مړینې مخه نیول کېدای شي.

په بله ژبه دا څېړنه وايي چې که د حامله توب په وروستیو ۳ میاشتو کې مور په ستوني ستغ نه بلکې په یو اړخ پرېوځي دا احتمال بیخي کمېږي چې ماشوم یې مړ وزېږي.

په څېړنه کې جوته شوې، هغه ښځې چې د اومیندوارۍ په وروستیو ۳ میاشتو کې په اړخ نه وې وېدې شوي، په هرو زرو کې د ۲۹۱ تنو ماشومان مړه پیدا شوي دي.

څېړونکي وايي، مهمه دا ده چې کله اومیندواره مېرمن ویدېږي باید په اړخ پرېوځي او که د خوب په ترڅ کې وروسته اړخ بدلوي یا ستوني ستغ وېدېږي، پروا نه لري.

دا هم وګورئ

eat

دا اوه خواړه که په نامناسب وخت کې وخوړل شي نو زموږ روغتيا ته زيان رسوي

 په ځانګړو وختونو کې د ځينې خوړو خوړل د بدن لپاره خورا مهم دي. کله …