کور پاڼه / ځانګړي مطالب / بهرني سرتېري افعانستان ته ثبات نه شي راوستلی
Fb

بهرني سرتېري افعانستان ته ثبات نه شي راوستلی

د اسیا زړه کنفرانس کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په خپلو خبرو کې ويلي دي چې د جګړې تګلاره او بهرني سرتېري افغانستان ته ثبات نه شي راوستلی

هغه وايي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت او یا ددې سرتېرو ډېرول د افغانستان د سولې او امنیت سبب نه شي کېدلای. ظريف د سولې پر خبرو ټینګار کړی دی او وې ويل چې یوازینۍ لار چې د افغانستان جګړه ختمولی شي هغه د سولې مذاکرات دي چې نړیوالو ته پکار ده چې ملاتړي يې شي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدا راز وايي، چې په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونه یوازې افغانستان ته ستونزې نه جوړوي بلکې د سیمې هېوادونه هم نا امنه کوي، د سيمې ټول هېوادونه دې د دې پر ضد ګډه مبارزه وکړي. دده په وینا د افغانستان د ستونزې د حل لپاره یوه سیمه ییزه اجماع ګټوره ده، چې په ګډه ترهګري وځپي او د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ څرګند کړي.

دا هم وګورئ

kat

کرينه کپور خو به د (هندي سينما) د پرېښودلو پرېکړه نه وي کړي؟

د هندي فلمونو نوموتې ممثلې کرينه کپور خان د هندي فلمونو نه د اوږدې دمې …