کور پاڼه / خبرونه / ننګرهار کې چاودنو ۱۱ ملکیانو ته مرګژوبله اړولې
jalal

ننګرهار کې چاودنو ۱۱ ملکیانو ته مرګژوبله اړولې

جلال اباد ښار کې د درېيو پرله پسې چاودنو له ا مله درې تنه وژل شوي او  اته  نور ټپيان دي

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي رسنیو  ته وويل چې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړونده د سلطانزوى  مارکېټ او انعکاس راډيو ترڅنګ په يوه رېکشاه کې چاودنه شوې، خو زيان يې نه درلود.

هغه زياته کړه چې تر لومړۍ چاودنې وروسته دوه نورې چاودنې هم وشوې چې له امله يې دوه امنيتي کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د والي وياند وويل، چاودنې د انعکاس راډيو تلوېزيون ودانۍ ته نږدې شوې، خو هغوى ته زيان نه دى اوښتى.

خو يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، تر لومړۍ چاودنې وروسته کله چې امنيتي ځواکونه سيمې ته راغلل؛ نو بله چاودنه وشوه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دويمه چاودنه کې يو پوليس او د ملي امنيت د ښاري مدير په ګډون دوه د ملي امنيت کسان وژل شوي، شپږ امنيتي سرتېري او دوه ملکي وګړي ټپيان دي.

ددې چاودنو مسووليت چا نه دى منلى.

دا هم وګورئ

IMG_0255

له کندوزه د تل پاتې سولې،یووالي او دایمي اوربند ولسي غږ پورته شو

نن په کندوز کې  دیوې پراخې ولسي غونډې له لارې چې پکې د ولایت رهبري،امنیتي …