کور پاڼه / لوبي / افغان کرکټ بورډ د ایرلنډ خلاف سیالیو ته ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه
cre

افغان کرکټ بورډ د ایرلنډ خلاف سیالیو ته ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې پنځوس اوره نړیوالو سیالیو لړۍ د ډیسمبر په پنځمه نیټه پیل کیږي او ترلسمې نیټې دوام کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ غواروي کمیټې د دې سیالیو لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

په اعلان شوې لوبډله کې لوبډل مشر اصغر ستانکزی،نورعلي ځدران،محمد نبي عیسی خیل،رحمت شاه،شفیق الله شفق،راشد خان،ګلبدین نایب،جاوید احمدي،حمزه هوتک،نجیب الله ځدران،ناصرجمال،دولت ځدران،احسان الله جنت،شاپورځدران او مجیب ځدران شامل دي.

ه احتیاطي لوبغاړو کې افسرځاځی،فرید احمد ملک او کریم جنت اخستل شوي دي.

د غوراوي کمیټې مشر نوروزمنګل وایې مجیب ځدران ته یې ځکه په لوبډله کې ځای ورکړی،چې په شپږیزه لیګ او د ۱۹ کلنو اسیایي جام سیالیو کې یې له ځانه وړتیا ښودلی وه.

افغانستان او ایرلنډ تر دې دمه ۱۳ یوه ورځینۍ نړیوالې لوبې کړي،چې ۶ افغانستان او ۷ ایرلنډ لوبډلې ګټلي دي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان او آیرلنډ په یوه ورځ د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړی دی او تر هغه وروسته دا لومړی ځل دی، چې دغه دواړه هېوادونه په خپلو کې لوبه کوي.

دا هم وګورئ

19

    د افغان ۱۹-کلنو لوبډله پایلوبې ته ورسیده

نن افغان ۱۹ – کلنو ملي لوبډلې د نیپال ۱۹ – کلنو لوبډلې ته ماتې …