کور پاڼه / خبرونه / لغمان والي:راتلونکی کال به لغمان کې درې برابره زیاتې پراختیايي پروژې پيل شي
d

لغمان والي:راتلونکی کال به لغمان کې درې برابره زیاتې پراختیايي پروژې پيل شي

لغمان والي دا څرګندونې نن د  الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو د قومي مشرانو سره ناسته کې وکړي،مشرانو لومړی  په دغه ولایت کې له ټولو پراختیايي پروژو ملاتړ وکړ او په دغه برخه کې يې د ولایت مقام دپرلپسې تلاشونو تقدیر او ستاینه وکړه.

 دوی ویل (( خوښ یو چې  په ټولو برخو کې د لغمان د خلکو غوښتنو ته رسیده ګي کیږي او پراختیا يي  پروژو په بېسارې توګه پراختیاموندلي، ډاډ ورکوو چې  په خپلو سیمو کې به دټولو لویو او وړو پروژو په تطبیق،ساتنه او چارو ته د زمینه سازۍ په برخه کې  په پوره یووالي سره  همکار یو )).

لغمان والي بیا د لغمان خلکو ته زیری ورکړ چې  راتلونکي کال کې به د لغمان مرکز او ولسوالیو په سطحه پراختیا يي چارې درې برابره پراختیا ومومي او ټولو برخو کې به د خلکو دغوښتنو او لومړیتوبونو سره سم رغنیزې پروژې پيل شي او زرګونو  بې روزګاره  ځوانانو ته به پکې د کاز مینه برابره شي.

د ولایت رهبري د لغمان له خلکو وغوښتل چې د یو شمېر لویو پروژو د چارو پيل ته چمتو ووسي او په  پوره یووالي سره د پراختیا يي پروژو ملاتړ وکړي او پرینږدي چې د انکشاف پروړاندې خنډونه رامنځته او روان پرمختګ ټکنی شي.

دا هم وګورئ

kaka

لغمان:په ۲۵۶ کورنیو د خوراکي توکیو مرستې وویشل شوې

له کډوالۍ په ۲۵۶ راستنو شویو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وویشل …