کور پاڼه / خبرونه / ولسمشر : تورونه ثابت کړي که نه ټیکری په سر کړئ
ghan

ولسمشر : تورونه ثابت کړي که نه ټیکری په سر کړئ

ولسمشر غني  په هغو مراسمو کې چې د پوله ساتو ځواکونو قومانده او مسوولیت یې له کورنیو چارو وزارته د ملي دفاع وزارت ته سپارلو وویل، د وینا ازادۍ ته درناوي لري؛ په دې شرط چې د ملي ګټو خلاف نه وي.

ښاغلي اشرف غني خپلو سیاسي مخالفانو ته، په وینا کې وویل، هغوی چې د دولت عالي رتبه او ټیټ پوړي مامورین د داعش ترهګرۍ ډلې په همکارۍ تورنوي؛ خپلې ادعاوې دې په محکمه کې ثابتې کړي او په نه صورت کې دې ټکری پر سر کړي.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع ځای ناستي طارق شاه بهرامي وویل، چې پوله ساتي ځواکونه د کارکوونکیو له پلوه ۹۰ سلنه، د سپکو وسلو له اړخه ۸۵ سلنه، د درنو وسلو له پلوه ۴۵ سلنه او د نورو وسایطو او تجهیزاتو له اړخه ۷۰ سلنه بشپړ دي.

د لازم جګړه‌ییز قابلیت نه لرل، د اړینو روزنو نه‌شتوالی، د نظامي ودانیو نه‌شتون، د کافي هوايي ملاتړ نه درلودل، د ۲۶۴ خلاصو لارو درلودل او د هېواد ۱۵۰۰ کیلومتره پولو کلک څار نه‌شتوالی هغه ستونزې دي، چې دغه ځواک ورسره مخ و.

د کورنیو چارو ځاناستي ویس احمد برمک دفاع وزارت ته د پوله ساتو ځواکونو د قوماندې او مسوولیت لېږد قدردانی وکړ او دا چاره یې د هېواد په امنیت کې مهم ګام یاد کړ.

له دې مخکې هم د تېرو حکومتونو پرمهال پوله ساتي ځواکونه په ملي دفاع وزارت پورې اړوند وو.

دا هم وګورئ

kaka

لغمان:په ۲۵۶ کورنیو د خوراکي توکیو مرستې وویشل شوې

له کډوالۍ په ۲۵۶ راستنو شویو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وویشل …