کور پاڼه / ځانګړي مطالب / که د ټایټانیک هلک نه وای مړ شوی، څه به شوي وای؟
titanic

که د ټایټانیک هلک نه وای مړ شوی، څه به شوي وای؟

د هالیووډ په فلمو کې د ډېرو پیسو دویم نمبر ګټونکي رومانټیک فلم ټایټانیک له خپرېدو ۲۰۰ کاله تېر شول، مګر لا هم پرېمانه ليدونکي لري.

که څه هم د دې فلم شلمه کالیزه به په ډسمبر میاشت کې ونمانځل شي، خو راځئ نن یې په سرخط کې له يوه بل راز څخه خبر شئ.

که څه هم تر اوسه دا پوښتنه لا نه ده ځواب شوې چې ولې د فلم ستوری جېک، یانې لیونارډو ډي کیپریو د فلم په وروستۍ برخه مړ کېږي، ځکه چانس خو دا هم وي چې هغه دې ژغورل شوی وای، مګر همدې پوښتنې ته تازه د ټایټانیک فلم جوړوونکي کیمرون جېمز ځواب ورکړی دی.

هغه وايي، که هلک او نجلۍ دواړه ژغورل شوي وای، د فلم اصلي مقصد به یې له لاسه وتلای وای.

جېمز وايي، د فلم د بریا راز په همدې کې دی چې جېک مړ شو او د فلم د سکرېپټ په ۱۴۷۷مه پاڼه کې هم د هغه د مړینې او جدايي په اړه لیکل شوي و.

هغه زیاته کړه، د دې ډول مرګ په زور مینان او د فلم جوړوونکی ښه پوهېږي

دا هم وګورئ

kat

کرينه کپور خو به د (هندي سينما) د پرېښودلو پرېکړه نه وي کړي؟

د هندي فلمونو نوموتې ممثلې کرينه کپور خان د هندي فلمونو نه د اوږدې دمې …