کور پاڼه / راپورونه / دفاع وزارت: وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ۳۴ وسلوال مخالفین وژل شوي
Enduring Freedom

دفاع وزارت: وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ۳۴ وسلوال مخالفین وژل شوي

د ملي دفاع وزارت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو يې وروستیو ۲۴ ساعتونو کې د ځمکنیو ،هوايي او تعرضي بریدونو پرمهال چې دهېواد په بېلابېلو ولایتونو کې يې ترسره کړي،لږ تر لږه ۳۴  وسلوال مخالفین وژلي ،۶ ټبيان او یوشمېر يې ژوندي نیول شوي دي.

د خبرپاڼي‎ې  په خبره (( دغه ګډ عملیات چې د پیاده ځواکونو لخوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، پکتیا ،لوګر، غزنی، میدان وردک، کندهار  ، فراه  جوزجان ، فاریاب، کندز او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يې  د هلمند ولایت د نادعلي ، سنګین او ګرمسیر په ولسوالیو کې  د طالبانو د یو تن نومول شوي ولسوال په شمول  ۲۶ تنه طالب تروریستان وژل شوي، ۲۵ پټنځایونه او ۶۶ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي ، د پکتیا ولایت د زرمت په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان او د غزني ولایت د ده یک په ولسوالۍ کې ۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان او ۳ موټر له منځه وړل شوي دي))

همدا راز په یادو عملیاتو کې د فراه ولایت  بالابلوک په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۲ تنه ټپیان او د میدان وردګو ولایت د سید آباد په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر له یوشمیر وسلو او مهماتو سره نیول شوی دی

دا هم وګورئ

khogani

ننګرهار: خوګیاڼو کې ۲۳ داعشیانو ته مرګژوبله اوښتې

 (د ننګرهار  امنیتي چارواکیو رسنیو ته ویلي چې  په خوګیاڼو ولسوالۍ کې پيل شوې علمیات …