کور پاڼه / خبرونه /   هلمند:  دطالبانو والي او دځانګړو ځواکونو قومندان ووژل شو
taliban

  هلمند:  دطالبانو والي او دځانګړو ځواکونو قومندان ووژل شو

د افغانستان د ملي امنیت ریاست  د طالبانو د ځانګړو ځواکونو د قومندان  ملا شاه ولي د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي دي چې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو قومندان ملا شاه ولي چې په ملا ناصر  مشهور وو  تیره اوونۍ په هلمند ولایت کې په هوايي برید کې وژل شوی دی.

د ویلو ده چې  ملا شاه ولي  درې کاله وړاندې  د هلمند ولایت لپاره د طالبانو لخوا د والي په توګه ټاکل شوی وو  چې وروسته بیا  د ځانګړو ځواکونو یا سور واحد  د ځواکونو  د مشر په توګه وټاکل شو.

د طالبانو  ځانګړي ځواکونه  په ډیرو  قوي وسلو او مهماتو سمبال دي. دا ځواکونه  د شپې د لید په ځانګړو کمرو او دوربینونو، پرمختللو سپکو او درندو وسلو سمبال  دي.

د افغانستان د ملي امینت ریاست ویلي دي چې  ملا شاه ولي  د هلمند ولایت د موسی کلا په ولسوالۍ کې  د یو تن ځانمرګي برید کوونکي  او دوو نورو طالب قومندانانو  سره یو ځای وژل شوی دی.

طالبانو  د ملا شاه ولي د مړینې په اړه  څه ندي ویلي.

دا هم وګورئ

kaka

لغمان:په ۲۵۶ کورنیو د خوراکي توکیو مرستې وویشل شوې

له کډوالۍ په ۲۵۶ راستنو شویو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وویشل …