کور پاڼه / خبرونه / ولسي جرګې یوازې نرګس نهان رد کړه
narga

ولسي جرګې یوازې نرګس نهان رد کړه

ولسي جرګې ته په معرفي شویو نوماند وزیرانو کې یوولسو يې د باور رایه واخیسته  او یواې نرګس نهان چې دکانونو ا و پټرولیم وزارت ته نومانده وه د ۱۰۷ رایو په ترلاسه کولو رد شوه.

دې جرګې د دفاع وزارت ته طارق شاه بهرامني په ۱۴۱ رایو او د کورنیو چارو وزارت ته ویس احمد برمک په ۱۷۳ رایو تایید کړل.

ګل اغا شېرزي ته، چې د قومونو او سرحدونو چارو وزارت ته کاندید و، د اعتماد ۱۵۸ رایې ورکړل شوې.

مجیب الرحمن کریمي ته د کلیو د پراختیا او بیارغونې د وزارت لپاره ۱۲۹، حمید طهماسي ته د ترانسپورت د وزارت لپاره ۱۴۹، نجیب الله خواجه عمري ته د لوړو زده کړو د وزارت لپاره ۱۲۴، نصیر احمد دراني ته د کرنې او اوبه لګونې د وزارت لپاره ۱۴۴، مصطفي مستور ته د اقتصاد د وزارت لپاره ۱۵۵، شهزاد اریوبي د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د وزارت لپاره ۱۱۵، یما یاري ته د فواید عامې د وزارت لپاره ۱۵۶، او فیض الله ذکي ته د کار او ټولنیزو چارو وازت لپاره ۱۲۶ رایې ورکړل شوې.

نرګس نهان، چې د کانونو او پیټرولیم وزارت ته نومانده وه، کافي رایې ترلاسه نه کړې او تایید نه شوه.

په جرګه کې له ۲۲۵ حاضرو وکیلانو یوازې ۱۰۷ تنو نرګس نهان ته د اعتماد رایې ورکړې خو د تایید لپاره ۱۱۳ رایو ته اړتیا وه.

دا هم وګورئ

kaja

هلمند: د کجکې بند ایراني اتباعو لخوا د ورانولو د شدید ګواښ سره مخ دی

 د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين ياسين وايي د کجکي د اوبو بريښنا بند …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com