anz

ژونده درغلم، چیرته یې؟

 د شپې ناوخته وو هرې خوا ته خاموشي وه، داسې فکر مې کوو چې کومې بلې نړۍ ته راغلی یم، تکه توره شپه وه، لیږ مخکې شوم سترګي مې په اسمان ولګیدی، عجیبه فضا وه، ستورې له یو بل سره نږدې او په خبرو وو اسمان ته یې بې حده ښکلا ورنصیب کړې وه.

ستورې د یو او بل په څنګ کې بلا ښکلې ښکاریدل ، د ستورو په حقیقي مینې کې ډوب شوم، ناڅاپه ښکته له برنډۍ ولویدم، له خولې مې لوړ اواز ووت هلئ مرسته، مرسته وکړئ.

د مرستې کلمې له ختمولو سره جوخت یوه دنګه ښکلې نرې پيغله چې په توره شپه کې تکه سپینه ځلیده زما لاس ونیوه، او راغبرګه یې کړه.

آی هلکه دلته څه کوې.؟

جلۍ په کړس کړس وخندل وی ویل د اسمان ستوري له تا څه غواړي خپلې لار ته دې پام کوه.!

جلۍ منډه کړل. زه د یادې پیغلې خندا بېخې خراب کړم داسې عجیبه او ښکلې خندا ما بل ځای نه وه لیدلې، غږ مې کړل، هی جلۍ صبر، صبر ته څوک یې چیرته لاړې.؟

له هغې خوا غږ رانغی د دروازي درز شو لکه څوک چې دروازه په ځان پسې وتړي.

کورته په ننوتو سره مې په زړه کې عجیب او غریب فکرونه پيدا شول.

دا جلۍ څوک دی.؟ زما مرستې ته ولې راغله.؟ او ولې رانه وتښتیدله.؟

کور ته ورسیدم غږ راغی ورنږدې شوم د مور له لاس مې ګیلاس په ځمکه لویدلی وو او مات شوی وو، پلار مې په غوصه و.

ویل یې خدای مو تبا کړه.

یو شی نه شئ ساتلی.تیره ورځ دې هم ګیلاس مات کړ داده اوس دې بل ګلاس مات کړ.

بل درز شو، مور مې غږ کړ، مکړه سړیه پښه دې خوږ کړه، پلار مې پښه له الماری سره وهلي وه لیږ ژوبله شوی وو. تر غوږ مې د پلار غږ شو، ویل یې ګوره دا ټول ستا کارونه دي هغه زوی دې تر اوسه کور ته نه دی راغلی ټوله ورځ ورک وي بیخې احساس نه لري داسې فکر کوي چې په دی کور کې میلمه دی.

د باندې کارونه ټول همداسې پاتې دي.

ټول پټې اوبو ته اړتیا لري ، کور کې لرګي هم ختم دي.

پرون هم ملک صېب شکایت کوو چې زوی دي د چرسیانو سره ګرځي، زوی دې پوه کړه کني بیا چې ګیله ونه کړئ.

د خونې دروازه خلاصه شوه پلار مې خپل اطاق ته لاړ، ما دروازه ورو خلاصه کړ مور مې په خپل ځای کې ولاړه وه په سترګو کې وښکي ډنډ ولاړي وي ، ور نږدې شوم مور په غیږ کې کلک ونیولم او راته یې وویل زویه کورته لیږ وخته راځه پلار دی خپه کیږي.

خوږه زویه، مور له تا قربان شي په خپل وخت راځه ښه.! ما وویل ښه مور جانی.

سهار شو پلار په خوږه او نرمه لهجه راته وویل زویه ستا مکتب خلاص شو ما او مور دې پلان نیولی چې ته پوهنتون ووایي ستا څنګه خوښه دی.؟

ومې ویل پلاره چې ستا څنګه خوښه وي هغسي به وکړم.!

پلار مې په اوږه باندې ټک وهلم په لوړ غږ یې وویل افرین زویه. وي ویل ته چمتووالی ونیسه زه موټر راغواړم لاړ به شئ.

کورته روان شوم دروازي ته لا نه وم رسیدلی چې وړه ډبره زما مخې ته ولګیده چې د ملک صېب دروازي ته مې وکتل هلته یو څوک پټ وو.

په لاس یې وکړل زه وویردم پښو ته مې کش ورکړ هغې بله تیږه راوخیسته او په مایې راخوشي کړه.

سر مې ښکته کړ.

ځان یې راښکاره کړ او په کړس کړس یې وخندل. قدمونه مې لیږ ورو کړل هغې ماشوم ته یو کاغذ ورکړ، زه له ډیري ویري لړزي واخیستم بدن مې ټول په  لړزه شو په ځان مې خولی را روانې شوي د ماشوم له لاسو مې کاغذ واخیست او کورته لاړم.

لیږ ځنډ ووت د موټر ارنګ شو، په کور کې مې له ټولو سره مخه ښه وکړ ، پلار مې ویل، زویه ښه درس ووایه، ترڅو خپل هیواد ته خدمت وکړئ.

جیب ته یې لاس کړ، یو څه پیسي یې راکړې ویل یې نورې نشته چې پیدا یې کړم بیا یې درلیږم.

موټر روان شو زما زړه له کلي ، کور او هغې دنګي پیغلې نه کله تله خو مجبوري وه څه به مې کول.؟

له درې ساعته ورسته پوهنتون ته ورسیدم.هلته زما ډیر همصینفیان وو د یو همصینفی سترګي په ما ولګیدی او راغی روغبړ مو سره وکړ ومې ویل اسدالله غواړم پوهنتون شروع کړم ستا څنګه خوښه دی.?

اسدالله خوشحال شو وي ویل ډیر ښه کار دې وکړ چې راغلی او درس ویلو ته مو دوام ورکړ.

اسدالله د لیلیې په خوا روان کړم لسم نمبر اطاق د اسدالله او ملګرو یې وو، سلام مو واچوو ټول ولاړ شول زما سره یې روغبړ وکړ او له یو بل سره معرفي شوو.

شپه شوه ټوله شپه مې کلی، کور او هغه دنګه پیغله په ذهن کې وه ناڅاپه مې د هغې کاغذ ته پام شو.

جیب ته مې لاس کړ په ډیري بیړي سره مې کاغذ راویست ، یوه څنډه یې پری شوه، ژر مې خلاص کړ.

په سر لیکل شوې وو زما نوم رڼا دی ماته د کلي پیغلې رناګۍ وایي دا زما نمبر دي چې وخت مو چې پيدا کړ، ماته زنګ کوه!

ښکته زړه رسم شوی وو. او په کوچنیو تورو لیکل شوې وو

مینه درسره لرم.!

اوس نو په کالیو کې نه ځایدم له ډیري خوښي مې تر خولې لوړ اواز وتلی وو چې زه هم مینه درسره لرم ټول همصینفیان په خپلو ځایونو کې ویښ او حیران ناست وو.

د څو ورځو په تېرودو سره پوهنتون شروع شو اسدالله مې نږدې ملګری وو هغه ته مې د زړه یوه نیمه خبره کوله هغه هم ماته پټ رازونه ویل له رڼا سره مې تلیفوني اړیکي کله ناکله نیولی هغې د شپي نهه بجې وخت ټاکلی وو چې اړیکه به نیسم او بل وخت کې به تلیفون نه کوم.

همداسې مې کول ژوند حرکت وکړ د پوهنتون درس ، کور او رڼا په همدې ترتیب مې څلور کاله پوهنتون خلاص کړ.

د پوهنتون په خلاصیدو سره کلي ته لاړم ډیره بیړه مې وه، کلي ته ورسیدم ماشومانو چغي کړې هلئ ځلاند راغی.

په کم وخت کې ټول کلی خبر شو رڼا په کاریز کې وه کور ته یې اوبه را وړلړې د هغې ملګرې هوسۍ ورته ویلي وو چې همسایه دې راغلی دی.

رڼا منګۍ په کاریز کې پريښئ وو او کور ته یې ځان رسولی وو په دروازه کې د چا په انتظار ولاړه وه.

زه هم دیته انتظار وم چې بس خلک لاړ شي او له کور د باندې ووځم.

نفر کم شول د باندې راووتم رڼا په دروازه کې همغسې ولاړه وه.

دا ځل لاس ماپورته کړ او سلام مې واچوو هغې سر وخوځه وه او په شونډو یې مسکا خوره شوه.

ورو یې وویل پخیر راغلی?، مبارک شه.! دومره وخت مې تاته انتظار وکړ مړه دې کړم.!

دا ځل ما هم په کړس کړس وخندل ورغبرګه مې کړه مننه اوس به هر څه سم شي.

په خبرو مصروف وم چې د کور دروازه خلاصه شوه پلار مې ویل زویه دلته څه کوئ؟

زما ژبه بنده شوه هیڅ مې له خولې نه وتل بیا مې پلار وویل هله زویه لاړه شه ستړی به یې کور کې ارام وکړه.!ٔ

رنګ مې زیړ وو او رڼا خندا ته کش ورکړ.

غوصه راغله کورته لاړم ورځې تیري شوي د موبایل کړنګ شو.

تلیفون مې اوکي کړ.

ژړونکی غږ مې تر غوږ شو.

هلو هلو له هغې خوا غږ راغی ځلانده زما مور او پلار فیصله کړې چې ما سنډا ته ورکړي سبا ته هغوي زما غوښتلو ته راځي زه اوس نه پوهیږم چې څه وکړم؟

ژړا یې زور واخیست د رڼا ژړا زما زړه بوچ پرې کړ.

تلیفون پرې شو، زما په زړه یو ډول لړزه راغله ګنګس شوم په ځمکه ولیدم بې هوشه وم مور مې رامنډي کړل په مخ یې اوبه راواچولي وي له لیږ ځنډ ورسته بیا سم شوی وم، مور مې کلک په غیږ کې نیولی وم او ایتونه یې راباندې ویل غږ مې وکړ موبایل ، موبایل چیرته دی؟

بیا مې د تلیفون هڅه وکړه خو تلیفون بند وو.

زه هم په ځان نه پوهیدم چې څه وکړم.?

هرڅومره هڅه مې چې وکړه د هغې کورنۍ ته مې قناعت ورنه شو کړی.

پلار او مور مې ور ولیږل، خو هغوې ونه منله.

زما او د رڼاګۍ ورستي اړیکه د شنبي په ورځ وه. هغې وویل: زما مور خبره مني خو پلار او وروڼه مې نه درکوي زه اوس څه وکړم؟

راځه چې له کور وتښتو. او که ستا نه شوم ځان وژنم!

زه هم په ځان نه پوهیدم .

رڼا ته مې وویل؛ چوپ شه لیونۍ بیا دا خبري ونه کړې!

له کور نه تښتو د پلار او وروڼو عزت دې له خاورو سره مه خاوري کوه!

څه چې نصیب او تقدیر کې وي هغسې به کیږي.

زما او د رڼاګۍ هغه ورستۍ اړیکه وه.

رڼا بل ته کوژده شوه. زه یوازې پاتې شوم.

زما او د رڼاګۍ ژوند، مینه، مسکا، دنیا، راتلونکې هرڅه له خاورو سره خاورې شول.

ورسته خبر شوم، چې رڼا د نکاح په شپه ځان وژنه کړې وه او پلار ته یې لیک پریښئ وو.

ورته لیکلې یې وو .

پلاره زما ژوند دې د څو پیسو په بدل کې تبا کړو. پلار جانه! ستا فیصله په سر سترګو منم، خو پلاره ما له ځلاند سره ژمنه کړې وه. هغه ته مې ویلي وو که ستا نه شوم د بل به هم نه شم!

پلاره تا به هر وخت موږ ته ویل، چې دروغ به نه وایي او ژمنه به نه ماتوئ.

پلاره! ستا خبر مې په غوږ کې وه څنګه به مې ژمنه ماتوله؟

د رڼا پلار چې لیک لوستی وو. د زړه حمله پرې راغلي وه. ډاکټر ته لا نه وو رسیدلی، چې له ژوند سره یې مخه ښه کړې وه.

هوسۍ په لوړ غږ چیغي کړل هلئ مرسته وکړئ. مرسته!

خلګ راغلل ځلاند په ځمکه پروت وو.

یوازې هوسۍ دومره واوریدل، چې رڼا ، ژونده رڼا چیرته یې؟

د ځلاند پلار راغی، په زوی یې ډیر غږونه وکړل خو ځلاند کې هیڅ نه وو روح یې خدای ته سپارلی وو.

پلار یې چغي کړل اوس د ژوند کولو لپاره څه نه لرم.

غواړم زه هم تل لپاره ویده شم.

نور زغم نه لرم

هوسۍ د ځلاند پلار له لاس ونیوه او په ژړا یې شروع وکړه.

هوسۍ په لوړ غږ وویل اې خلکو قران ته وګورئ هلک او نجلۍ ته خدای او رسول اجازه ورکړي چې هغوي په خوښه واده وکړئ.

تاسې ولې دوه زړونه سره بیلوئ، ولې د اسلام ضد عمل کوئ؟

عبدالحق فقیرزاده

دا هم وګورئ

kat

کرينه کپور خو به د (هندي سينما) د پرېښودلو پرېکړه نه وي کړي؟

د هندي فلمونو نوموتې ممثلې کرينه کپور خان د هندي فلمونو نه د اوږدې دمې …