کور پاڼه / خبرونه / د لغمان رغونې ننداره ترسره شوه
laghman

د لغمان رغونې ننداره ترسره شوه

 په لغمان کې د څه دپاسه یو نیم میلیارد افغانیو په ارزښت له روانو ۷۸ پرمختیايي پروژو څخه د زون په کچه  ځوانانو، مدني فعالانو او خبریالانوننداره وکړه.

دلغمان رغونې ننداره چې د لغمان والي ترڅنګ پکې دلغمان ،ننګرهار ، کونړ او نورستان ولایاتونو ژورنالیستانو ، ځوانانو او مدني فعالانو برخه درلوده ، نن  يې دیوه کاروان په ډول د څه دپاسه  یونیم ملیارد افغانیو په ارزښت  د روانو۷۸ بېلابېلو پرمختیايي ټولګټو پروژو له جملې دحلقوي سړک ، سراج تاریخي کلا، سراج بڼ ، بادپښ سړک  او د ولایت مقام اداري کمپلکس له روانو چارو لیدنه وکړه.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي له پروژو څخه دلیدنې پرمهال وویل چې له یادې نندارې څخه یې موخه په خلکوکې دهېواد ودانولو کلتور دودول او د ولایتونو د ځوانانو ترمنځ د همغږۍ روحيې پياوړي کول دي ، نوموړي زیاته کړه چې په دغو ۷۸ سترو پروژو سربېره به په راتلوونکي کال کې  هم یو شمېر نورې لوی او  وړې پراختیايي پروژې  تطبیق شي.

دغه راز دلغمان ، ننګرهار ، کونړ او نورستان ځوانانو ،مدني فعالانو او ژورنالیستانو یاده ننداره دلغمان والي نوښت یاد کړ، او وه يې ویل  چې له دغې نندارې څخه یې ډېرڅه ترلاسه او په خپلو ولایاتونو کې به له مسؤلینو،ځوانانو او خلکو سره شریک کړي.

یاده ده وي چې وروسته د لغمان رغونې نندارې په برخوالو  په لغمان کې د روانو پروژو بشپړه معلوماتې او انځوریزه رساله  هم وویشل شوه.

دا هم وګورئ

kaka

لغمان:په ۲۵۶ کورنیو د خوراکي توکیو مرستې وویشل شوې

له کډوالۍ په ۲۵۶ راستنو شویو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وویشل …