کور پاڼه / ځانګړي مطالب / نعیمي دیني علماو ته: دا جګړه زمونږ نده
naeemi

نعیمي دیني علماو ته: دا جګړه زمونږ نده

د لغمان ولایت والي عبدالجبارنعیمي د مهترلام په لوی جامع جومات کې د جمعې پر ورځ دیني عالمانو او د جمعې لمانځه ګډونوالو ته وویل چې په هیواد کې روانه جګړه (( د افغانانو جګړه نده او افغانان پکې بې ځایه وژل کیږي.)) او هر څوک چې خلک جګړې ته هڅوي ددې هیواد له خلکو سره لویه جفا کوي او حتما به یوه ورځ په خپل کار پښیمانه وي.

ښاغلي نعیمي وویل چې څوک په وطن کې په یوه نامه او بل نامه خلک جګړې ته هڅوي د کونډو-رنډو مسوولیت هم د هغوی پر غاړه دی او هغه کوچنیان چې په لارو-کوڅو کې خیراتونه غواړي، ددغو وسله والو مخالفینو  ناوړه کړنو له دغه حالت سره مخامخ کړيدي.

نعیمي پر خلکو غږ وکړ،هغه کسان چې خلک د وطن بربادۍ او ویجاړۍ ته هڅوي په خپلو سیمو کې يې پرې نه ږدئ، ځکه دغه خلک له تباهۍ پرته بل سوغات نلري او په ټولنه کې د خوشحالۍ او پرمختګ قاتلان دي.

نعیمي وویل: لغمان کې د بیا رغونې، پرمختګ او عمراني چارو ترڅنګ خدای (ج) ته د عبادت  لپاره جوماتونه او مدرسو ته توجو شوېده، ترڅو خلک پکې د اسلام مبارک دین له مقدسو لارښودنو خبر شي او خپل عبادات په ښه ډول ترسره کړای شي.

نعيمي یادونه وکړه: که تاسو له وسله والو مخالفینو پوښتنه وکړي چې دوی د اسلام مبارک دین لپاره څه کړيدي، باور وکړئ چې دوی تاسو ته له بدنامۍ پرته بل هیڅ شی نشي ښودلای. خو تاسو راشئ وګورئ چې لغمان کې مونږ د دیني علماو دتشويق لپاره، د مدرسو د جوړښت په برخه کې او همداشان د جوماتونو د جوړولو په برخه کې څومره ډير کار کړیدی. نو وګوری چې دوی د اسلام په ګټه روان دی او که مونږ؟

نعیمي وویل: وسله وال مخالفین د اسلام مبارک دین چې اصلا د مینې، محبت، سولې او تمدن دین دی بدناموي او یوازې په افغانستان کې نه بلکې د نړیوالو په ذهن کې منفي معرفي کوي.

نعیمي یادونه وکړه: راځئ ټول هیوادوال په سوله، ورورګلولۍ، اسلامي مینه او احترام کې ژوند وکړو او نورې نړۍ ته ثابته کړو چې اسلام په واقعیت کې د سولې، ورورګلوۍ، مینې او احترام دین دی او هیڅ ډول خشونت پکې ځای نلري.

محمد نور

دا هم وګورئ

kat

کرينه کپور خو به د (هندي سينما) د پرېښودلو پرېکړه نه وي کړي؟

د هندي فلمونو نوموتې ممثلې کرينه کپور خان د هندي فلمونو نه د اوږدې دمې …