کور پاڼه / راپورونه / په افغانستان کې د داعش ډله په دوو برخو وېشل کېږي
issi

په افغانستان کې د داعش ډله په دوو برخو وېشل کېږي

جینز انټلینجس اوونیزه وايي چې په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت په منځ کې درز رامنځته شوی او ممکن په دوو ډلو ووېشل شي.

جینز انټلیجنز وايي، د داعش د خراسان ولایت ډله د پاکستاني طالبانو د پخواني قوماندان اسلم فاروقي او ازبکستاني معاویه ترمنځ اختلاف دی.

معاویه د داعش د عراق او سوریې د اصلي ډلې له ملاتړه برخمن دی.

اوونیزه اټکل کوي چې دا دوې ډلې به سره ووېشل شي. د فاروقي جنګیالي به، چې پاکستان او افغان طالبانو ته لېوالتیا لري، د افغانستان په ختیځ او جنوب کې تمرکز وکړي خو د معاویه پلویان به شمال ټینګ کړي.

اوونیزه وايي، دواړه ډلې به د افغانستان مرکزي حکومت ته ګواښ وي.

خو د فاروقي اجنډا ته په کتو به د داعش له لوري پاکستان ته د ګواښ اندازه لږه شي.

د معاویه ډله به، چې د افغانستان پر شمال تمرکز زیاتوي، په دې لټه کې ده چې بالاخره خپل جنګي عملیات منځنۍ اسیا ته وغځوي.

د داعش د خراسان ډله په ۲۰۱۵ م کال په افغانستان کې فعاله شوه خو دا لومړی ځل دی چې د دې ډلې په منځ کې د درز راپور ورکول کېږي.

دا هم وګورئ

khogani

ننګرهار: خوګیاڼو کې ۲۳ داعشیانو ته مرګژوبله اوښتې

 (د ننګرهار  امنیتي چارواکیو رسنیو ته ویلي چې  په خوګیاڼو ولسوالۍ کې پيل شوې علمیات …