کور پاڼه / راپورونه / دفاع وزارت : ۲۴ ساعتونو کې ۱۴ وسلوال وژل شوي او ۸ ټپيان دي
army

دفاع وزارت : ۲۴ ساعتونو کې ۱۴ وسلوال وژل شوي او ۸ ټپيان دي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملي ځواکونو دهېواد په بېلابېلو ولایتونو کې دځمکنیو او هوايي بریدوپه پایله کې ددولت ۱۴ وسلوال مخالفین وژلې،اته يې ټپيان کړي او ۶ يې ژوندي نیولي دي.

خبراپاڼه زیاتوي دغه ګډ عملیات چې د پیاده ځواکونو لخوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، پکتیا ،لوګر، غزنی، میدان وردک، کندهار  ، فراه  ، جوزجان ، فاریاب، کندز او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يې  د لوګر ولایت د برکی ولایت لوګر ۳ تنه طالب تروریستان وژل شوي ، یو تن ټپي او یو تن شکمن نیول شوی ، د هلمند ولایت د موسی کلا په ولسوالۍ کې ۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او یو موټر له مڼځه وړل شوی او د فاریاب ولایت د اندخوی په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

دا هم وګورئ

khogani

ننګرهار: خوګیاڼو کې ۲۳ داعشیانو ته مرګژوبله اوښتې

 (د ننګرهار  امنیتي چارواکیو رسنیو ته ویلي چې  په خوګیاڼو ولسوالۍ کې پيل شوې علمیات …