کور پاڼه / خبرونه / لغمان کې دڅه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت نوې پروژې پيل شوې
3

لغمان کې دڅه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت نوې پروژې پيل شوې

نن په مهترلام ښار کې د ( دولس میلیونه ،اته نوي زره او اته سوه اتیا ) افغانیو په مالي لګښت د (۶۳۰) متره طول د سرک دواړه  غاړې ویالو، پياده رونو. حفاظتی دیوال او شنو نمونه یی سیمو جوړولو چارې پیل شوې.

لغمان والي ولسونو ته د نویو پروژو مبارکي ورکړه او د یادو پروژو د کارونو پیل یې د ښار جوړونې،ابادۍ،انکشاف او ښاریانو د ستونزو د هواري لپاره ګټورې او مهمې یادې کړې.

لغمان والي زیاته کړه چې یو شمیر نورې پروژې هم چمتو دي چې کارونه یې پیل شي.

د یادونې وړ ده چې تیره ورځ لغمان ولایت کې د لغمان رغونې ننداره هم ترسره شوه چې د ختیځ زون په کچه ګڼ شمیر مدني فعالانو،لیکوالانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

دا هم وګورئ

kaka

لغمان:په ۲۵۶ کورنیو د خوراکي توکیو مرستې وویشل شوې

له کډوالۍ په ۲۵۶ راستنو شویو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وویشل …