کور پاڼه / لوبي /  مجيب ځدراڼ په خپله لومړۍ لوبه کې ريکارډ جوړ کړ
najib

 مجيب ځدراڼ په خپله لومړۍ لوبه کې ريکارډ جوړ کړ

د افغانستان په ملي لوبډله کې نوي ورو توپ اچوونکي مجيب ځدراڼ ريکارډ جوړ کړ.

د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ د درې پنځوس اوريزو لوبو په لومړۍ لوبه کې د افغانستان له نولس کلنو لوبغاړو څخه ورو توپ اچوونکى مجيب ځدراڼ هم اخيستل شوى دى، چې د ايرلېنډ پر ضد يې نن په لوبه کې په لومړي سره کې څلور ويکټې واخيستې او د ايرلېنډ لوبډلې مهم لوبغاړي يې وسوځول.

نوموړي په خپله لومړۍ لوبه کې په ١٠ اورونو کې ٢٤ منډې ورکړې او څلور مهم لوبغاړي يې وسوځول، په لسو اورونو کې يې دوه اورونه مېډين هم کړل.

مجيب ځدراڼ د افغانستان دويم لوبغاړى دى، چې په لومړۍ لوبه کې يې دومره ښه توپ اچوونه کړې ده او د لومړيو لوبو په ترڅ کې يې خپل نوم په نړيوال ريکارډونو کې ثبت کړ.

له مجيب ځدراڼ مخکې شاپور ځدراڼ هم په خپله لومړۍ لوبه کې په لسو اورونو کې ٢٤ منډې ورکړې وې او ٤ ويکټې يې ترلاسه کړې وې، نوموړي هم په خپلو لسو اورونو کې ٢ ميډين اورونه کړي و.

مجيب ځدراڼ د ښې لوبې په ترسره کولو سره په خپله لومړۍ لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړى هم شو.

مجيب ځدراڼ په نولس کلنو لوبو کې هم د پاکستان پر وړاندې دوه ځلې په لوبو کې پنځه پنځه لوبغاړي سوځولي و.

دا هم وګورئ

19

    د افغان ۱۹-کلنو لوبډله پایلوبې ته ورسیده

نن افغان ۱۹ – کلنو ملي لوبډلې د نیپال ۱۹ – کلنو لوبډلې ته ماتې …