کور پاڼه / خبرونه / ننګرهار: د بې پيلوټه الوتکې برید ۲۵ داعشیان ووژل
images

ننګرهار: د بې پيلوټه الوتکې برید ۲۵ داعشیان ووژل

د ننګرهار چارواکي وايي چې د نن دبهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې ددغه ولایت په   اچین ولسوالۍ کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په یو مرکز برید کې او لږتر لږه يې پنځه ویشت داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال رسنیو ته ویلي چې برید د مامند د مامندرې په سیمه کې شوي دی.
نوموړی وايي چې په برید کې د یو شمېر سرګروپانو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون پنځه ویشت داعش وژل شوي او ځینې وسلې او مهمات یې هم له منځه وړل شوې دي.
تر اوسه داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا هم وګورئ

kaja

هلمند: د کجکې بند ایراني اتباعو لخوا د ورانولو د شدید ګواښ سره مخ دی

 د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين ياسين وايي د کجکي د اوبو بريښنا بند …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com