کور پاڼه / ځانګړي مطالب / که موبایل سره دا کار کوئ، ډېر زر به ړانده شئ
20171204_093842

که موبایل سره دا کار کوئ، ډېر زر به ړانده شئ

موبایل د ژوند مهمه اړتيا ده، خو ځينې خلک بېخي له موبایل پرته ژوند نه شي کولای، بيا سمارټ موبایلونو خو د خلکو ټول وخت نيولی دی.

کوم خلک چې د اوده کېدو نه مخکې موبایل ته ګوري، نو د سترګو بينايي به له لاسه ورکړي، چې ډاکتران يې په تېروتنه فلج يادوي.

دا خبرداری په يوه نوې څېړنه کې ورکړل شوی دی.

د لندن په مور فيلډز روغتون کې يوه څېړنه شوې، چې پکې ويل شوي دي، چې د داسې خلکو شمېر ډېر شوی دی، چې په سترګه کې يې بينايي تللي وي، دوی وايي چې د دې خلکو يوه سترګه تر پنځلس دقيقو پورې بينايي له لاسه ورکوي.

په څېړه کې زياته شوې، ډېری ډاکتران دا د فلج نښه ګڼي، خو څېړنو موندلې چې د دې وجه د شپې د پرېوتو پر وخت په يوه سترګه موبايل ته کتل، کېدای شي.

په دې څېړنه کې ويل شوي، زيات کسان د شپې په خپله بستره کې په ډډه څملي، په کمپله کې سر پټوي او هم په بستره کې په موبايل کې ګوتې وهي، چې په داسې مهال کې يې يوه سترګه د کمپلې سره پټه شوي وي او په بله سترګه موبايل ته ګوري. د دې عمل سره يوه سترګه له تورتم سره بلده او په خپل حال پاتې شي، خو بله سترګه د تېزو شعاعو له امله متاثره کېږي، نو کله چې بيا دواړه سترګې يو ځای کاروي، نو يوه سمه وي او بله کې ستونزې راولاړېږي.

پوهان وايي چې کومه سترګه ډېر وخت په رڼا کې پاتې وي، داسې محسوسېږي، چې هغه خپله بينايي له لاسه ورکوي، خو بېرته خپل اصل حالت ته راځي، که چېرته دا عمل بيا بيا تکرارېږي، نو انسان له ستونزو سره مخ کېدلای شي.

په انګلېنډ جرنل آف ميډيسين روغتيايي مجله کې خپره شوې دې څېړنه کې پوهانو ويلي دي، چې سمارټ موبایلونه اوس د هر چا سره شته او موبايل شرکتونه داسې سکرينونه په موبايلونو مږکې لګوي، چې رڼا پکې زياته وي، تر څو خلک په اسانۍ لوستل وکولای شي. دوی زياتوي، خو که د پرېوتو پر مهال موبايل وکاروئ، نو له سختو ستونزو سره به مخ شئ.

دا هم وګورئ

kat

کرينه کپور خو به د (هندي سينما) د پرېښودلو پرېکړه نه وي کړي؟

د هندي فلمونو نوموتې ممثلې کرينه کپور خان د هندي فلمونو نه د اوږدې دمې …