کور پاڼه / خبرونه / دمهترلام   ښاریانو هېلې راژوندۍ شوي دي
IMG_0715

دمهترلام   ښاریانو هېلې راژوندۍ شوي دي

نن لغمان والي عبدالجبار نعیمي،چې په ولایتي شورا کې د خلکو استازو ،مهترلام ښاروال،ځوانانو  او مسؤلینو يې ملتیا کوله  د مهترلام ښار څخه  لیدنه وکړه، یو شمېر دوکاندارانو  او ښاریانو لغمان والي د سره خبرو کې  خوښي وښوده چې په لغمان او په خاصه  توګه مهترلام ښار کې پراخ ودانیز کارونه روان دي او ورځ تر بلې دغه ښار د لاپرمختګ او منظموالي پرلور ګامونه اخلي.

لغمان والي دښاریانو سره خبرو کې وویل (( د لغمان خلکو ته ډاډ ورکوو چې په ټولوبرخو کې به د ولس دهېلو سره سم اړین خدمات ترسره کړو،د مهترلام په ښار کې همدا اوس لسګونه بېلابېلې پروژې تر کار لاندي دي  او سلګونه بې روزګاره ځوانان پکې په کار بوخت دی،ددغو پروژو په تطبیق سره به د مهترلام نوي بڼه خپله کړي او دښاریانو شته ستونزې به حل شي))

د ولایت رهبري زیاتوله ((د ابادۍ چارو ته زمینه سازي،د ابادۍ له کارونو ساتنه  او نظارت د ټولو ګډ مسؤلیت دی،موږ شپه ورځ د لغمان د سرتاسري امن او پرمختګ لپآره کار کوو، له تاسو مو غوښتنه ده چې ملي ګټې او ارزښتونه وساتۍ او پرینږدۍ چې په یو او بل نوم دپرمختګ دروازې وتړل شي  او ستاسو پر ژوند د تورتم څادر وغوړول شي.))

دا هم وګورئ

kaka

لغمان:په ۲۵۶ کورنیو د خوراکي توکیو مرستې وویشل شوې

له کډوالۍ په ۲۵۶ راستنو شویو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وویشل …