کور پاڼه / راپورونه / لغمان: دیو ستر تجارتي مرکز دجوړیدو کار پيل شو
IMG_0636

لغمان: دیو ستر تجارتي مرکز دجوړیدو کار پيل شو

د څه دپاسه دولس میلیونه افغانیو په لګښت په مهترلام ښار کې د یوې سوداګریزې لوړپوړیزې ودانۍ کار پیل شو

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د څه باندې دولس میلیونه افغانیو په لګښت په مهترلام ښار کې د یوې څلور پوړیزې معیاري ودانۍ کار نن د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د ولایتي شورا د مرستیال حاجي عبدالعزیز، د ولایتي شورا د غړي انجنیر اجمل وفا، د مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي، د یو شمېر مشرانو او د ځوانانو روزنیز پارلمان د استازو په لاسونو د ډبرې په اېښودو سره پیل شو.

دغه څلور پوړیزه ودانۍ چې هټۍ، رسټورانټ، کافي شاپ او د ډاکترانو روغتیايي کتنځایونه لپاره ځانګړې برخې به ولري، د جوړېدو چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.

لغمان والي د دغه سوداګریزې ودانۍ د بنسټ ډبرې د اېښودو پر مهال د خوښۍ په څرګندولو سربېره مهترلام ښاریانو او سوداګرو ته مبارکي ورکړه چې د لومړي ځل لپاره په دغه ښار کې د وخت په عصري وسایلو سمبال یوه لوړ پوړې ودانۍ ورته جوړېږي.

ښاغلي نعیمي له ښاریانو وغوښتل څو د ښار په پراختیا، پاک ساتلو او د انکشافي کارونو په معیاري توګه د پر وخت سرته رسېدو په برخه کې پوره پوره ونډه واخلي او هغه څه چې د پورته کارونو پر وړاندې خنډونه را ولاړوي له هغو څخه په کلکه ډډه وکړي.

عبدالجبار نعیمي زیاته کړه چې د معیاري ښار د جوړېدو لپاره ځانګړې برنامې تر کار لاندې لري، چې د دغو برنامو او پروژو په تطبیق کې یې د ښاریانو او خلکو مرسته او همکاري اړینه وګڼله.

دا هم وګورئ

khogani

ننګرهار: خوګیاڼو کې ۲۳ داعشیانو ته مرګژوبله اوښتې

 (د ننګرهار  امنیتي چارواکیو رسنیو ته ویلي چې  په خوګیاڼو ولسوالۍ کې پيل شوې علمیات …