کور پاڼه / روغتیا / د ممیزو حیرانونکې روغتیايي گټې
FirstProDuct1

د ممیزو حیرانونکې روغتیايي گټې

ممیز هغه وچه میوه ده، چې ډېر زیات کارول کېږي او که چېرې یو شمېر روغتیايي وړاندیزونه پام کې نیولو سره وکارول شي بې شمېره روغتیايي گټې هم لري.

په منظم ډول د دغې وچې میوې کارول انسان له مختلفو عامو او سختو ناروغیو ژغورلی شي او په دې ډول د بې ځایه درملو او لگښت مخنیوی کوي.

دلته مو د ممیز له یو شمېر مهمو روغتیايي گټو او هغو ناروغیو څخه چې دغه خواړه يي مخنیوی یا درملولی شي اشنا کوو:

د قبض ناروغي درملوي

ممیز د فایبر غوره منبع دی چې له دې سربېره په کافي اندازې سره ټارټارک اسید هم لري چې جلاب ته ورته ځانگړنې لري. د یوې څېړنې پر بنسټ په ورځنۍ ډول نیم اونس ممیز خوړل د هاضمې سیستم دوه برابره چټک کوي.

د وینې کموالی له منځه وړي

ممیز د اوسپنې غوره منبع ده چې د وینې د کموالي له منځه وړلو لپاره تر ټولو گټور منرال دی. د وینې په کموالي اخته کسان دغه وچه میوه په مختلفو طریقو کارولی شي خو د شکرې په ناروغۍ اخته کسان باید د مميزو کارولو لپاره له متخصص ډاکټر سره مشوره وکړي.

له تبې څخه مخنیوی کوي

ممیز کې شته انټي اکسېډنټس د وایرل او باکتریا له امله د پېښېدونکو ناروغیو تبې څخه مخنیوی کې د پام وړ مرسته کوي.

د معدې تېزابیت له منځه وړي

ممیز په کافي اندازه پوتاشیم او مگنیزیم لري چې د معدې تېزابیت کموي. د معدې تېزابیت زیاتېدل د پوټکي ناروغیو، پښتورگو ناروغیو، وېښته توېیدلو، زړه ناروغیو او سرطان خطر زیاتوي.

د سترگو روغتیا لپاره گټور دی

ممیز کې شته گټور مواد سترگې د ازادو رادیکالونو ناوړه او مضر اغېز څخه ژغوري او د عمر زیاتېدو له امله د سترگو لید او ناروغیو خطر څخه سترگې خوندي ساتي. دغه وچه میوه کې شته بېټا کېروټین، وېټامین اې او کېروټین د سترگو لید وړتیا غوره کوي.

جسماني وړتیا زیاتوي

کاربوهایډرېټس او طبیعي قندي موادو لرلو له امله ممیز جسماني وړتیا لپاره هم گټور دی. د ممیز کارول بدن کې د وېټامینونو، پروټین او نورو گټورو موادو اغېزناکې طرېقې سره جذبېدو کې مرسته کوي چې له همدې امله ورزشکاران باید دغه وچه میوه ډېر وکاروي.

بې خوبي درملوي

ممیزو کې شته اوسپنه بې خوبۍ یا خوب نه راتلو ستونزه هم اواروي او ارامه او غوره خوب لامل گرځي.

د وینې فشار

اوسپنه، پوتاشیم، د بي کورنۍ وېټامینونه او انټي اکسېډنټس د وینې فشار نورماله ساتلو کې مرسته کوي. په ځانگړي ډول پوتاشیم د وینې شریانونو فشار کمولو سره په طبیعي ډول د وینې فشار نورماله ساتي.

د هډوکو روغتیا

ممیزو کې شته کلسیم د هډوکو روغتیا لپاره ډېره گټوره ده او هډوکو غښتلي کولو کې د پام وړ مرسته کوي.

د پښتورگو روغتیا غوره کوي

په کافي اندازې پوتاشیم لرلو له امله دغه وچه میوه پښتورگو کې د تېږې جوړېدو خطر کموي.

دا هم وګورئ

Knee

د زنګون درد څه ته وايي؟ لاملونه او درملنه يې

د زنګون مفصل د څلورو هډوکو د يوځای کېدو څخه جوړ شوی دی، چې د …