کور پاڼه / روغتیا /  د ۲۰۱۷ په اوږدووکې د طبي علومو سترې بریاوې
2-76

 د ۲۰۱۷ په اوږدووکې د طبي علومو سترې بریاوې

په ۲۰۱۷ م کال د نورو علومو په شان د طب په برخه کې هم ستر ګامونه واخیستل شول

د بېلابېلو ناروغیو د درملنې لپاره نوې طریقې کشف شوې. د ناروغیو د درملنې لپاره په زیاته پیمانه له بینادي حجرو او جنیټیک انجنیرۍ څخه کار واخیستل شو.

د ځینو مهمو پرمختګونو په لړ کې یو هم د مصنوعي وینې تولید و.

له کلونو راهیسې د بدن د ځینو غړیو لکه د زړه پر ځای له مصنوعي زړه څخه کار اخیستل کېده، خو تر ۲۰۱۷ پورې د مصنوعي وینې امکان نه لیدل کېده.

په دې کال کې د بریتانیا د روغتیا ملي ادارې (این ایچ ایس) په کامیابۍ مصنوعي وینه وازمویله.

همداراز په ۲۰۱۷ م کال امریکايي څېړونکو د جنیټیک انجنیرۍ په مرسته د جنیټیک نابینايۍ درملنه ممکنه کړه.

په همدې کال د بې مودې زېږېدونکو ماشومانو د ودې لپاره د لومړي ځل لپاره مصنوعي رحم جوړ شو.

څېړونکو دا رحم یا زیلانځ په وریو وازمایه. دوی ۸ تر مودې مخکې زېږېدلي وري پکې ۴ اوونۍ وساتل چې ښه وده یې پکې وکړه.

ساینسپوهان هیله لري چې په ۵ کلونو کې به دا ټکنالوژي د انسانانو لپاره چمتو شي.

د طب په برخه کې بل پرمختګ د ناروغ د وینې د حجرو په مرسته د سرطان د ناروغۍ د درملنې په برخه کې و.

دا درملنه، چې کارټي سیل نومېږي، د وینو په حجرو سرطان له منځه وړي. په حقیقت کې د ناروغ د بدن حجرې لیري کوي او له سره یې انجنیري کوي او بېرته یې بدن ته انتقالوي چې سرطاني حجرې تداوي کړي.

د امریکا د خوړو او درملو ادارې دا درملنه تایید کړه.

خو لا هم دا ډول درملنه د ډېرو لپاره ممکنه نه ده ځکه چې د یوه تن پر درملنې ۴۷۵ زره ډالره لګېږي.

همداراز په ۲۰۱۷ م کال ساینسپوهانو د ډي این اې مصنوعي حروف جوړ کړل چې دا د طب په دنیا کې یو ستر پرمختګ وګڼل شو.

دا هم وګورئ

eat

دا اوه خواړه که په نامناسب وخت کې وخوړل شي نو زموږ روغتيا ته زيان رسوي

 په ځانګړو وختونو کې د ځينې خوړو خوړل د بدن لپاره خورا مهم دي. کله …