کور پاڼه / خبرونه / حامد ګيلاني: هېواد له روان وضعيت څخه د وتلو لپاره ملي یوځای والي ته اړتیا ده
ma

حامد ګيلاني: هېواد له روان وضعيت څخه د وتلو لپاره ملي یوځای والي ته اړتیا ده

سلګونو ديني عالمانو او قومي مشرانو په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې، د هېواد د روان کړکېچ د حلولو لپاره د دولت له وسله والو مخالفينو، دولت او ګاونډيو هېوادونو سره د خبرو اترو په موخه د يوه کمېسيون د جوړېدو خبرورکړ.

 دغه غونډه نن په کابل ښار کې د ملي محاذ ګوند په نوښت په هېواد کې د جګړې د ختمېدو او سولې د طرحې د وړاندې کېدو په موخه جوړه شوه.

 ددغه ګوند مشر سيد حامد ګيلاني په ياده شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل، افغانستان سولې ته اړتيا لري او دې موخې ته د رسېدو لپاره بايد ټول افغانان يو او بل ته لاسونه سره ورکړي.

 هغه دغه راز وويل، افغانستان اوسمهال د يوشمېر هېوادونو د نيابتي جګړو ډګر شوی، زياته يې کړه چې په هېواد کې د هرې ورځې په تېرېدو سره نوې جګړې پيلېږي.

 نوموړي په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې له يوې لسيزې څخه ډېر شتون ته اشاره وکړه او ويې ويل، شاوخوا ۱۶کاله مخکې چې بهرنيان هېواد ته راغلل، ويل يې چې افغانستان جوړوي څو پر خپلو پښو ودرېږي، خو نه يوازې دا چې افغانستان پر خپلو پښو ونه درېد، بلکې ددوی په شتون سره نا امنۍ ډېرې شوې دي.

 ګيلاني طالبانو او افغان دولت ته په خطاب کې وويل:” پر طالبانو او دولت غږ کوم چې دې وضعيت ته تر کومه دوام ورکوئ، افغانستان زموږ هېواد دی او نن د افغانستان د جوړولو ورځ ده، راځئ چې جوړ يې کړو. “

 هغه په هېواد کې د جګړې ختمېدل او د سولې او ټيکاو راوستل د ټولو افغانانو مسووليت وباله، ويې ويل چې هېواد له روان وضعيت څخه د وتلو لپاره ملي انسجام ته اړتيا لري.

 نوموړي وويل، ډېر صبر يې وکړ، خو د افغانستان په وضعيت کې کوم مثبت بدلون را نه غی، زياته يې کړه:”  اوس يې له ځانه پيلوو د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نيولو سره، له ټولو قومونو او عالمانو څخه يو پلاوی جوړوو،له روان وضعيت څخه د هېواد د وتلو لپاره له وسله والو مخالفينو او ګاونډيو هېوادونو سره  خبرې کوو. “

د ملي محاذ ګوند مشر د خبرو اترو لپاره د ياد شوي کمېسيون دغړو د شمېر،عملي لارو چارو او په هېواد کې له ښکيلو لوريو سره د خبرو ا ترو لپاره د ميکانيزم په اړه جزييات ورنه کړل.

 نوموړي وويل چې ګوند يې په هېواد کې د سولې او ټيکاو د خونديتوب اراده لري او زياته يې کړه:”موږ ملا تړلې ده او د ټول هېواد څخه مو قومي مشران او ديني عالمان را بللي دي او د ټولو قومونو يو کمېسيون جوړوو او زموږ تږو خلکو ته سوله راولو.”

مولوي محمد سالم احساس د هېواد د روان وضعيت په اړه اندېښنه په ډاګه کړه او د هېواد له ديني عالمانو، قومي مخورو او ولس څخه يې وغوښتل چې د اوسني کړکېچ د ختمولو لپاره دې سره همغږي شي.

 هغه وويل چې د څارنې وخت نه دی او زياته يې کړه:” افغانان بايد له خپل مقام او جلال څخه تېر شي او له کوم مطلب پرته دې د خپل هېواد د امنيت د خونديتوب په لاره کې له خپل ټول توان څخه کار واخلي.”

 يوه قومي مخور محمد مطيع الله نهرين کاريزي هم د افغانستان د خلکو ترمنځ يووالی او اتفاق مهم وباله او ويې ويل:”هيله ده چې دغه ناسته، د خلکو په خير تمامه شي او په هېواد کې سوله او ټيکاو رامنځ ته شي. “

دا هم وګورئ

elder

کندز والي:دتولنې هروګړی مسؤلیت لري چې په خپلو سیمو کې پرمختګونو ته زمینه برابره کړي

کندز والي دا څرګندونې نن د نیکمرغه لوی اختر په دریمه دخان اباد  او امام …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com