کور پاڼه / راپورونه / زیات شمېر برېتانیایي داعشیان لا درکه شوي    
isis

زیات شمېر برېتانیایي داعشیان لا درکه شوي    

د برېتانیا د ملي امنیت وزیر د ګڼ شمېر هغه برېتانویانو د ورکېدو خبر ورکړی، چې په سوریه او عراق کې له داعش ډلې سره یو ځای شوي وو.
د رسنیو د راپور له مخې د برېتانیا د ملي امنیت وزیر بن والاس وایي، له هغه ۸۰۰ کسانو څخه چې له انګلستان څخه سوریې او عراق ته تللي او له داعش ډلې سره یو ځای شوي، نیمایي یې بېرته خپل هېواد ته را ستانه شوي، ۱۶۰ تنه یې وژل شوي او ځینې نور یې ترکیې ته تللي دي، خو یو زیات شمېر یې لا هم ورک دي او دغه هېواد یې په اړه معلومات نه لري.
دوی وایي ((دغه کسان د سوریې داسې سیمو ته تللي، چې لاس رسی ورته ناممکن و او له هماغه ځایه خواره شوي دي. په څه باندې چې موږ پوهېږو، هغه دا دي، چې نیمایي یې بېرته خپل هېواد ته را ستانه شوي. له لس تر شل سلنې وژل شوي، خو کېدای شي ځینې نور هم په دې لټه کې وي، چې بېرته برېتانیا ته را ورګرځي.))
له دې سره په برېتانیا کې د تروریستي بریدونو ګواښ هم زیات شوی دی او دغه هېواد په دې لټه کې دی، چې څه ډول په خپل هېواد کې امنیتي تدابیر زیات کړي.
د برېتانیا د دفاع وزیر گوین ویلیامسون هم ویلي، چې له داعش ډلې سره جګړه پای ته ورسېده، خو دوی یوې نوې مرحلې ته داخل شوي دي او راستانه شوي داعشیان یې د دغه هېواد لپاره تر ټولو ستر ګواښ بللی دی.

دا هم وګورئ

a

بلخ:غني دوه د برښنا پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن په بلخ ولایت کې دوې پروژې پرانیستې. ښاغلی …